نړۍ

د اف بي آی رئیس افغانستان کې د القاعدې بیا تنظیمېدو ته اندېښنه ښوولې

د راپورونو له مخې د القاعدې مشر د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني اړوند مېلمستون کې د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې ووژل شو.

د اف بي آی رییس د امریکا سنا مجلس غړو ته ویلي چې په افغانستان کې د القاعده شبکې بېرته تنظیم کېدو ته اندېښمن دی.

د سي ان ان د راپور له مخې، د اف بي آی رئیس کریس رې سناتور لیندسي ګراهام ته ویلي «اوس چې موږ له [افغانستانه] وتلي یو، د اطلاعاتو راټولونې او اطلاعاتي سرچینو له لاسه ورکولو احتمال سخت اندېښمن کړی یم.»

په ورته وخت کې د سي ان ان ټلویزیون راپور ورکړی چې د امریکا متحده ایالتونو اطلاعاتي ارزونې ښيي چې د القاعده ترهګرې شبکې په افغانستان کې خپل حضور لا بېرته نه دی فعال کړی.

د متحده ایالتونو دغه ارزونه د روانې میاشتې په لومړیو کې په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته ترسره شوې ده.

دغې امریکايي رسنۍ راپور  ورکړی چې د ارزونې خلاصه ښيي چې د القاعده شبکې تر لسو کم «اصلي غړي» افغانستان کې پاتې دي او احتمال لري چې آن په ۲۰۲۱ کال کې د کابل تر سقوط وړاندې هلته اوسېدل. ددغه راپور له مخې، ایمن الظواهري د القاعدې یوازینی اصلي غړی و چې هڅه یې کوله افغانستان کې ځان راټول کړي.

دغه راپور زیاتوي، د امریکا دولت په خپله ارزونه کې دې پایلې ته رسېدلې چې د القاعده شبکې پاتې غړي د بهرنیو بریدونو په طرحه کولو کې ښکېل نه دي او دغه ډله په ټوله کې «له افغانستانه بهر د امریکا متحده ایالتونو یا د امریکا پر ګټو د بریدونو توان نه لري.»

چارواکو سي ان ان ته ویلي، له دې ارزونې سره سره، مهمه پوښتنه چې پاتې دا ده چې آیا د وخت په تېرېدو سره به د القاعدې خطر ډېر شي که نه؟ له بلې خوا، د امریکا استخباراتي حضور کمېدو ته په کتو، چارواکي اندېښمن دي چې ښايي ترهګریز فعالیتونه چې ريښه یې په افغانستان کې ده، ددغه هېواد له پولو بهر هم لاړ شي.

بلخوا، د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند ادرین واټسن سي ان ان ته ویلي، متحده ایالتونه له خپلو ملګرو سره د امریکايي اتباعو دفاع ته چمتو ده او ډاډ ورکوي چې افغانستان به هېڅکله بیا د ترهګرو په خوندي ځالې بدله نه شي.

وړاندې دغې امریکايي رسنۍ راپور ورکړی و چې د امریکايي چارواکو په باور، القاعده شبکه د طالبانو د حمایتي چتر کارولو سره د بریدونو لپاره د خپلو وړتیاوو د ارزونې په حال کې ده. خو په لنډ مهال کې د بهرنیو عملیاتو طرحه کولو پرځای به، په افغانستان کې د خپلو خوندي پناه ځایونو پر ساتنې تمرکز لري.

د الظواهري تر وژل کېدو وروسته، د طالبانو او القاعده شبکې ترمنځ د اړیکو په تړاو اندېښنې ډېرې شوې دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د طالبانو لخوا الظواهري ته پناه ورکول «خیانت» بللی دی.

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان هم ویلي چې د حقاني شبکې غړي په کابل کې د القاعده شبکې د مشر له شتونه خبر و.

څه موده وړاندې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود اتلانتیک کونسل سره خبرو کې ویلي و چې ایمن الظواهري عمر خوړلی و «او زموږ اطلاعات ښيي چې هغه یوازې د القاعده شبکې معنوي مشري کوله او تکتیکي رهبري یې د القاعده ترهګرې شبکې ځوان غړي پر غاړه لري.»

ایمن الظواهري د جولای په ۳۰مه په کابل کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. د هغه تر وژل کېدو ۲۰ ورځې وروسته سي ان ان د امریکا حکومت دغه نوې ارزونې خپرې کړې دي.