د کرېکټ ملي لوبډله د ټېسټ سياليو په دویمه لوبه کې له زمبابوې سره مخامخ کېږي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د خبرپاڼې له مخې دغه لوبه نن (د پنجشنبې، د مرغومي ١٣مه) ماسپښین د زیمبابوې د بولاوایو ښار د کوینز سپورټس کلب په لوبغالي کې ترسره کېږي.
د افغانستان او زمبابوې تر منځ د سياليو لومړۍ ټېسټ لوبه د سخت باران له امله بې پايلې پای ته ورسېده او پنځه ورځنۍ لوبه د څو ساعتونو لپاره وځنډول شوه.
د دغه سياليو په لومړۍ پاڼۍ کې زمبابوې ۵۸۶ منډې او افغانستان ۶۹۹ منډې جوړې کړې. زمبابوې په دوهم پړاو کې توپ وهنه کوله چې ريفري د باران له امله لوبه ودروله.