د مسکو او کییف ترمنځ د ټرانزیټي هوکړې له پای ته رسیدو سره سم، نن سهار (چهارشنبه، د مرغومي ۱۲) اروپا ته د اوکراین له لارې د روسیې د ګازو صادرات ودرول شول.
رویټرز راپور ورکړی چې دا ټرانزيټي تړون پای ته رسېدلی او مسکو او کییف چې له یو بل سره په جګړه کې ښکېل دي، نوي هوکړې ته نه دي رسېدلي.
اروپا ته د روسیې د ګازو تر ټولو پخوانۍ لارې بندېدل د یوې لسیزې کړکېچنې اړیکې پای ته رسوي چې په ۲۰۱۴ کال کې د روسیې د پوځ له خوا د کریمیا له نیولو وروسته پیل شوې وې.
په همدې حال کې د اوکراین د انرژۍ وزیر، جرمن ګالوشچنکو په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «موږ د روسیې د ګازو د لېږد مخه نیولې ده. دا یوه تاریخي پیښه ده. روسیه به خپل بازارونه له لاسه ورکړي او مالي زیان به وويني. اروپا لا دمخه پرېکړه کړې وه چې د روسیې له ګازو به لاس اخلي.»
د دغه خبري آژانس د راپور له مخې، د ګازو د جریان د بندیدو وړاندوینه د روسیې او اوکراین ترمنځ د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ میاشت کې د جګړې په منځ کې پیل شوې وه.
له بلې خوا، اوکراین په کلکه ټینګار کړی چې د پوځي شخړې په جریان کې به دا تړون بيا ونه غځوي.
دغه خبري اژانس د یوې صنعت کارې سرچینې په حواله ویلي چې تېر کال ګازپروم د اوکراین له لارې د ګازو د لېږد د نشتوالي په اړه فکر وکړ چې د پایپ لاین له لارې اروپا ته د روسیې د ګازو د صادراتو کابو نیمايي برخه جوړوي.
روسیه په تور سمندرګي کې د ترک سټریم پایپ لاین له لارې د ګاز صادرولو ته دوام ورکوي. د ترک سټریم دوه لاينه لري؛ یو یې د ترکیې کورني بازار لپاره دى او بل یې د هنګري او سربیا په ګډون د مرکزي اروپا پېرودونکو ته عرضه کونکی دی.
اروپايي ټولنې په ۲۰۲۲ کال کې په اوکراین کې د پوځي جګړې له پیلېدو وروسته د بدیل سرچینو په لټه کې د روسیې پر انرژۍ د خپل انحصار د کمولو هڅې دوه برابره کړې دي.
د اوکراین له لارې د روسیې د پاتې ګازو پېرودونکو لکه سلواکیا او اترېش هم د اکمالاتو لپاره بدیل غوراوي ترتیب کړي دي.
مالداوى چې یو وخت د پخواني شوروي اتحاد برخه وه، د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې تر ټولو زیات زیانمن شوی دی. د دغه خبری آژانس د خبر له مخې اوس دغه هېواد باید د خپلو ګازو د مصرف یو پر درېیمې برخې ته د کمولو لپاره تدابیر وړاندې کړی.