ښځې

د ښځو د حقونو فعالانو په افغانستان کې د نړۍ له خوا د « د رژیم د پرځولو او بدلون» غوښتنه وکړه

انځور له آرشیف

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکه، چې مشري یې د ښځو د حقونو فعاله ترنم سعیدي کوي، د نوي کال په مناسبت له هېوادونو او نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې په راتلونکي کې په افغانستان کې« د
رژیم د پرځولو او بدلون» لپاره جدي او اغېزمن اقدام وکړي.

د ښځو دغه شبکې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تمه لري چې د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې نظر او په دغه هېواد کې د «ترهګرو ډلو» حضور په راتلونکي کال کې د پام وړ بدلون ومومي.

په دغه بنسټ کې د ښځو د حقونو فعالانو همداراز ویلي، دوی تمه لري چې نړۍ به په راتلونکي کال کې له طالبانو سره د اړیکو او همکارۍ څخه لاس واخلي.

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې د هېواد د خلکو پر یووالي او بشپړتیا ټینګار کړی او د خلکو تر منځ یې د هر ډول تبعیض د لرې کولو غوښتنه کړې ده.

د ښځو د دې شبکې په خبرپاڼه کې راغلي چې دوی به په راتلونکي کال کې په افغانستان کې د «جنسيتي تبعیض د رسميت پېژندلو» په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د ښځو د آزادۍ د تحقق لپاره به مبارزې او هڅې ونه سپموي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د خپل واک له بيا ټينګښت وروسته د هېوادوالو په تېره بیا د ښځو او نجونو ډېر حقونه او آزادي تر پښو لاندې کړې او آن له لمانځه او په لوړ غږ یې د قرآن کریم له تلاوت څخه هم منع کړې دي.

که څه هم د طالبانو دغه تګلاره او سياست د اسلامي هېوادونو، دیني عالمانو، افغان اتباعو او نړیوالو سازمانونو له توند او جدي غبرګون سره مخ شوې ده؛ خو دوی له دې تګلارې نه دې په شا شوي.