سویلي آسیا

د اى اېس آى مشر امامعلي رحمان سره د سیمې د امنیت او ترهګرۍ په اړه خبرې وکړې

د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د دغه هېواد د پوځي استخباراتو د ادارې (آی اېس آی) مشر جنرال محمد عاصم ملک په دوشنبې ښار کې د تاجکستان له ولسمشر امامعلي رحمان سره وکتل.

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې «د سیمې د سولې، ثبات او امنیت د تامین لپاره د تاجکستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي اړیکو لیدلوری او همدارنګه د مهمو مسلو د حل لارې چارې او دوه اړخېزې همکارۍ» د دې خبرو له مهمو موضوعاتو څخه دي.

په دې کتنه کې دواړو لورو د «ترهګرۍ، افراطیت، د نشه يي توکو د قاچاق او له نړیوالو جرمونو سره د مبارزې په برخو کې د همکارۍ د لا پیاوړې کولو» پر اړتیا ټینګار وکړ.

په همدې حال کې د دغې خبرپاڼې پر بنسټ امامعلي رحمان په امنیتي برخه کې د دواړو هېوادونو پر ونډې او د تاجکستان او پاکستان د استازو ترمنځ پر پرله پسې اړيکو د ټینګار په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور د کچې ستاینه وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي: «له افغانستان سره د تاجکستان جغرافيايي نږدېوالي په سيمه کې د سولې او ثبات د ټينګښت په برخه کې د پاکستان يو مهم ملګری ګرځېدلی دی. منظم پوځي او اطلاعاتي تبادله به دا همکاري لا پیاوړې کړي.»

په ورته وخت کې، سږ کال په پاکستان کې په تېره یوه لسیزه کې د تاوتریخوالي، ځانمرګو او چاودېدونکو بریدونو او همداراز وسله والو نښتو کې بې ساري زیاتوالی راغلی دی. پاکستاني چارواکو زياتره د دغو پېښو عاملين د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړي بللي دي.

په ورته وخت کې د پاکستان د لومړي وزیر او دفاع وزیر په ګډون پاکستاني چارواکو په کراتو ویلي چې د طالبانو تر ادارې لاندې په افغانستان کې ټي ټي پي خوندي پټنځایونه لري او له هغه ځایه د پاکستان په خاوره کې خپل بریدونه او اهداف تنظیموي. هغه ادعا چې افغان طالبانو رد کړې ده.

په وروستۍ پېښه کې تېره اوونۍ هم پاکستاني پوځیانو د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ درې برخې بمباري کړې او ویلي یې دي چې په دغو بریدونو کې یې د تحریک طالبان پاکستان مرکزونه په نښه کړي دي.

خو طالبانو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې په دغو بریدونو کې د وزیرستان کډوال په نښه شوي چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۶ تنه وژل شوي او د ماشومانو په ګډون ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.