سویلي آسیا

د پاکستان په پنجاب او سند ایالاتو کې په دوو ترافیکي پېښو کې ۱۸ کسانو ژوند بايللى

د پاکستان په پنجاب او سند ایالاتو کې نن (دوشنبه، د مرغومي ۱۰) په دوو جلا ترافیکي پېښو کې لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورنو پر بنسټ، په دغو پېښو کې یوه د سند ایالت مورو ښار ته څېرمه د یوه موټر او لارۍ يوبل سره ټکر کړى او په بله پېښه کې د پنجاب ایالت په اټک ولسوالۍ کې یو بس اوښتی دی.

د پاکستان پر لویو لارو ډېر وخت مرګوني ترافیکي پېښې رامنځته کېږي، چې اصلي لامل یې ډېر سرعت بلل کېږي.

د پنجاب ایالت د اټک په پېښه کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۲۲ تنه ټپیان شوي دي.

د مرستې او ژغورنې سازمان د څرګندونو له مخې، دا پېښه د سهار په ۸:۰۸ بجو رامنځته شوې او له هغه وروسته شپږ موټر او ۱۴ ژغورونکي د پېښې سیمې ته استول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم په ساهیوال ښار کې د یوه بس د چپه کېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ د پنځو مېرمنو په ګډون شاوخوا لس کسان چې د نکريزو په مراسمو کې د ګډون لپاره روان وو، ټپیان شول. پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې بس د یوه ټيکټر او ټرېلي سره د ټکر د مخنیوي هڅه کوله.

په همدې ورځ په لاهور کې د يوې کورنۍ اووه غړي ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.