سوداګري

طالبانو د ۸ میلیونه افغانیوپه ارزښت د نورستان بیروج پلورلي

طالبانو د لومړي ځل لپاره د نورستان ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې د بیروج قیمتي ډبرو د پلور اعلان وکړ.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس د دوشنبې په ورځ (د مرغومي په ١٠مه) خبر ورکړ چې د بيروج يو شمېر قيمتي ډبرې د يوې ټاکل شوې کمېټې په حضور سره په ٨ ميليونه افغانيو په عامه ليلام کې پلورل شوې دي.

بیروج یا تورمالین ډبره یو ډول قیمتي ډبره ده چې د ځینو ناروغیو په درملنه کې هم کارول کیږي.

په دودیزه درملنه کې، دا ډبره د اعصابو آرامولو او د تمرکز زیاتولو لپاره کارول کیږي.

بیروج همداراز په پراخه کچه د ګاڼو په صنعت کې کارول کیږي.

طالبانو د روان کال د ليندۍ میاشت کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې د ۴۱۵ میلیارد افغانیو په ارزښت د ۲۱ لویو کانونو د استخراج کار پیل کړی دی.

د سرو زرو، اوسپنې، زمرد، کرومایټ، لیډ، سمنټو او ډبرو سکرو کانونه زیاتره په غور، هرات، کابل، تخار، بغلان، پروان، پنجشیر، بدخشان او کندهار ولایتونو کې موقعیت لري.

د طالب چارواکو په وینا، «پر کانونو معیاري پانګونه» د«نظام لومړیتوب» دى.