د پاکستان پوځ پر اېکس په یوه يادښت کې ليکلي چې له افغانستان سره د دغه هېواد پر پوله ۹۸ سلنه او له ایران سره پر پوله ۹۱ سلنه د اغزن تار لګولو کار بشپړ شوی دی.
د پاکستان پوځ دا د «سیمه ایز امنیت د ښه کولو په لور یو» د پام وړ پرمختګ” بللی دی.
دا پروژه چې ټولټال ۳زره ۲۱۷ کیلومتره د پاکستان پولې تر پوښښ لاندې راولي، د امنیتي ګواښونو، قاچاق او ناقانونه تګ راتګ د مخنیوي لپاره د دغه هېواد د هر اړخېزې ستراتیژۍ یوه برخه ده.
د پاکستان د پوځ د معلوماتو له مخې، تر اوسه له ۳زره۱۰۰ کلومتره زیاتې پولې اغزن تار او استحکامات فعال شوي دي.
د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي: «دغه اقدام، د ترهګرو د تګ راتګ د مخنیوي سربېره، د سوداګرۍ د مقرراتو په ښه کولو او د قاچاق په کمولو کې ډېره مرسته کړې ده.»
پاکستان همداراز ویلي چې د تېر کال د سپټمبر میاشتې راهیسې د قاچاق د مخنیوي او د نفوسو د مدیریت په چوکاټ کې شاوخوا ۸۱۵ زره غیر قانوني افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د پاکستان پوځ د ملي امنیت او د اقتصادي ثبات په ملاتړ په خپلې ژمنې په ټینګار سره وویل، چې دا اقدامات د ننګونو او انساني قربانیو سره سره ترسره شوي او دا په سیمه کې د امنیت د تأمین او د ثبات د ودې په برخه کې د حکومت د پرېکنده چلند ښودنه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ پاکستان په پکتیکا ولایت کې څلور کلي په هوايي بریدونو کې په نښه کړل. طالبانو ویلي چې په دې برید کې وزیرستاني کډوال په نښه شوي دي.