افغانستان سویلي آسیا

ډان ورځپاڼه: له طالبانو سره په نښته کې یو سرحدي سرتېری وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د طالبانو د بریدونو په پایله کې د دغه هېواد یو سرحدي سرتېری وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د «ډان» ورځپاڼې د سرچینو په حواله ویلي، چې طالب ځواکونو د شنبې په سهار (د مرغومي ۸ مه) د خیبر پښتونخوا په بالا کرم سیمه کې د پاکستان پر څو سرحدي پوستو بریدونه وکړل.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې طالبانو د په غزګاري، مثا سنګر، کوټ رغه او تارى منګل سیمو کې سرحدي پوستې د سپکو او درنو وسلو په وسیله په نښه کړې.

سرچینه زیاتوي، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو هم طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې، چې په کې د دوی له اوو تر اتو سرتېري هم وژل شوي دي.

د سرچينو په وينا، دجمعې په شپه د وسله والو يوې ډلې هڅه کوله چې دطالبانو تر ادارې لاندې پوستو څخه په کار اخيستنې دپاکستان خاورې ته ننوځي خو دغه هڅه ناکامه شوه.

ډن د یوې سرچینې په حواله ویلي: «د نفوذي برید له ناکامۍ وروسته، وسله والو او افغان ځواکونو (طالبانو) د شنبې په سهار په ګډه د درنو وسلو د پاکستان پر پوستو بریدونه وکړل. دا برید له اغېزمن ځواب سره مخ شو او افغان (طالبانو) لوري ته د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو راپورونه هم شته، چې تر ۱۵ ډېر وسله وال پکې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.»

تېره ورځ د طالبانو تر ادارې لاندې ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې د ډېورنډ( فرضي) کرښې هغې غاړې ته یې د«شريره عناصرو» څو نقطې او مرکزونه په نښه کړي دي.

پاکستان په وار وار د تحریک طالبان پاکستان د ملاتړ په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړي دي. خو طالبانو دا ادعا رد کړې ده. په همدې حال کې د ملګرو ملتونو یو راپور وايي چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان شاوخوا شپږ زره جنګیالي شتون لري. د پاکستان پر سرحدي پوستو دا برید څو ورځې وروسته له هغه کېږي چې پاکستاني پوځیانو په پکتیکا ولایت کې د وزیرستاني کډوالو پر یوه کمپ بمبار وکړ. طالبان وايي چې په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۶ تنه وژل شوي دي. خو پاکستاني رسنۍ وايي چې په دغو بریدونو کې د تحریک طالبان پاکستان شاوخوا ۷۰ غړي په نښه شوي دي.