نړۍ

د اوکراین پر غَلو بار دوه نورې کښتۍ د ترکیې پرلور وخوځېدې

عکس د رویټرز له ویډیو اخیستل شوی

د ترکیې دفاع وزارت ویلي، د شنبې په ورځ  (اګست ۱۳مه) په اوکراین کې په غلو بار دوه پاتې کښتۍ به د ترکیې پر لور حرکت وکړي. ټول شپاړس کښتۍ دي چې د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د اوکراین صادرېدونکې غله لېږدوي.

ترکي چارواکو ویلي، د فولمر اس (Fulmar S) کښتۍ چې د باربادوس بیرغ پرې نصب دی د اوکراین د چورنومورسک له بندر څخه د ترکیې جنوبي ولایت سکندرون پر لور خوځېدلې ده. په دغې کښتۍ کې ۱۲ زره ټنه جوار بار دي.

همداراز د ثو (Thoe) کښتۍ چې د مارشال جزیرې بیرغ پرې نصب دی، هم د لمر ګل ۳۰۰۰ ټنه تخمونه د ترکیې تکیرداغ ولایت ته لېږدوي.

‎ د ترکیې دفاع وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې یوه بله کښتۍ به د شنبې په ورځ له ترکیې د اوکراین لور ته لاړ شي او غلې به پکې بار شي.

د اوکراین د زېربناوو وزارت د شنبې په ورځ ویلي چې د اګست میاشتې له پیل راهیسې ددغه هېواد له بندرونو ۱۶ کښتۍ وتلي او ۴۵۰ زره ټنه کرنیز محصولات یې لېږدولي دي.

د اوکراین، روسیې، ترکیې او ملګرو ملتونو ترمنځ په تېر جولای میاشت کې توافق وشو چې د تورې بحیرې له لارې د اوکراین غلو صادرات له پنځه میاشتني ځنډ وروسته بېرته پیل شي.

اوکراین تمه لري چې په نږدې راتلونکې کې د خپلو او نورو کرنیزو محصولات د صادراتو کچه تر درې میلیونه ټنو لوړ کړي.