افغانستان

د بشري حقونو سازمان د طالبانو تېر یو کلن حاکمیت افغانستان ته ناورین بللی

کابل ته د طالبانو د ننوتلو د لومړۍ کلیزې په درشل کې، د بشري حقونو نړیوال سازمان افغانستان ته د طالبانو حاکمیت ناورین بللی او ویلي یې دي چې په دې موده کې دغې ډلې د بشري حقونو او ښځو حقونو په تړاو خپلې کړې ژمنې تر پښو لاندې کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان نن پنجشنبه (زمري ۲۰مه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د طالبانو لخوا د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د کابل تر نیولو وروسته، طالب مشرانو پر ښځو او نجونو شدید محدودیتونه لګولي، رسنۍ او د طالبانو منتقدین او مخالفان یې په خپلسري ډول ځپلي، نیولي، شکنجه او حتی اعدام کړي دي.

دغه سازمان زیاته کړې چې د طالبانو لخوا د بشري حقونو نقض په پراخ ډول محکوم شوی او افغانستان کې بد انساني وضعیت ته د رسیدګۍ لپاره نړیوالې هڅې یې له خطر سره مخامخ کړي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د طالبانو په دوره کې د بهرنیو مرستو بندېدو له امله د افغانستان اقتصاد ځپل شوی او بین المللي اقتصادي معاملې محدودې شوي دي چې په پایله کې یې د دغه هېواد تر ۹۰ سلنې ډېر خلک په تېر یوه کال کې له غذايي ناامنۍ رنځېږي.

د بشري حقونو د څار په سازمان کې څېړونکې فرشته عباسي په دې اړه ویلي: «د افغانستان خلک د بشري حقونو له پلوه وېروونکي حالت کې دي، د طالبانو د ظلم او نړیوالې بې تفاوتۍ قربانیان دي. که بهرني دولتونه له طالبانو سره په جدي ډول چلند ونکړي او د بشري حقونو د رعایت لپاره پرهغوی کلک فشار رانه وړي، د افغانستان راتلونکې به همداسې تیاره وي.»

د بشري حقونو د څار سازمان زیاته کړې؛ طالبانو، واک ته له رسېدو سره پر ښځو او نجونو هراړخیز محدودیتونه لګولي چې له امله یې هغوی د بیان، حرکت او تعلیم په برخو کې له خپلو اساسي حقونو محروم کړي او د هغوی پر نورو اولیه حقونو ژوند، کاروبار، روغتیايي مراقبتونو او خوړو یې اغېز کړی.

په اعلامیه کې راغلي چې طالبانو د کورنۍ له یوه نارینه پرته د ښځو سفر او دفتر ته تګ منع کړی او دا تقریبا په افغانستان کې د ټولو کورنیو لپاره ناممکن کار دی او ورسره ښځې له ډېرو کارونو شاته پاتې شوي او نجونې یې هم له زده کړې بې برخې کړې دي.

د بشري حقونو سازمان د خپلې اعلامیه په دوام ویلي چې د بشري حقونو په برخه کې د طالبانو وېروونکې کارنامه او له نړیوالو سازمانونو سره معنالرونکي تعامل ته د هغوی نه لېوالتیا، د هغوی د ګوښه والي لامل شوې ده. «بهرني دولتونه باید په بانکي برخه کې محدودیتونه کم کړي، ترڅو مشروع اقتصادي فعالیتونه او بشردوستانه مرستې تسهیل کړي؛ خو طالبان هم باید د بشري حقونو نقض راکم کړي او له سرغړوونکو پوښتنه وکړي.»

فرشته عباسي د خپلو خبرو په دوام وايي: «طالبان باید ژر ترژره د نجونو د تعلیم په تړاو خپلې وحشتناکې او د ښځو ضد پرېکړې لغوه کړي. دا به دا پیغام ورکړي چې طالبان لېواله دي پر خپلو شدیدو اقداماتو له سره کتنه وکړي.»

د بشري حقونو سازمان په خپلې اعلامیې کې ویلي چې ډېرو دولتونو او همداراز د ملګرو ملتونو امنیت شورا او تقریبا د جي-۷ او جي-۲۰ هېوادونو د طالبانو لخوا د نجونو د تعلیم محدودول محکوم کړي او یا یې پرې نیوکه کړې. هېڅ دولت د طالبانو له دریځ څخه ملاتړ نه دی کړی او نه یې هم توجیه کړی دی.