د پاکستان په خېبر پښتونخوا کې د فرقه يي نښتو په دوام کې ٧ نور کسان وژل شوي دي.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا په کرم ولسوالۍ کې د فرقه یي نښتو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۹۷ تنو ته لوړ شوی دی.
د راپورونو پر بنسټ، د دې ولسوالۍ په څو سیمو کې نښتې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پنجشنبې په ورځ په دواړو غاړو کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
خو د پاکستان د حکومت هڅې تر اوسه بریالۍ نه دي او ټاکل شوې چې په سیمه کې د اوربند د ټینګښت لپاره یوه جرګه جوړه شي.
دغه شخړه تېره اونۍ وروسته له هغه پيل شوه چې د پاړاچنار د شيعه ګانو پر دوو کاروانونو د ناپېژاندو وسله والو له خوا په بګن سيمه کې بريد وشو چې له امله يې ٤٣ تنه ووژل شول او په لسګونو نور ټپيان شول.