ورزش

د افغانستان د کرېکټ د ۱۹ کلنو لوبغاړي د پاکستان پر وړاندې ميدان ته ښکته کېږي

د افغانستان د کرېکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډله د درې اړخېزو سياليو په چوکاټ کې د پاکستان پر وړاندې ميدان ته ښکته کېږي.

د هېواد کرېکټ بورډ ویلي، چې دا لوبه به نن (چهارشنبه، د لړم ۳۰مه) ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ افغانستان د دغه لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې پاکستان ته په ۱۰۰ منډو په توپير ماتې ورکړه.

په دغو سیالیو کې د هېواد د کرېکټ لوبغاړو تر اوسه دوه لوبې ګټلي او په دویمه لوبه کې یې هم متحده عربي اماراتو ته د ۱۶۹ منډو په توپیر ماتې ورکړې ده.

د متحده عربي اماراتو پر وړاندې لوبه کې افغانستان لومړی توپ وهنه وکړه او په ۵۰ آورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۵۹ منډې جوړې کړې.

د دې لوبې په لومړۍ نیمايي کې فیصل خان ۱۵۶ او د افغانستان کپتان محبوب خان ۱۴۱ منډې وکړې او لوبډله یې بریا ته ورسوله.

خو د دې لوبې په دویمه نیمايي کې متحده عربي اماراتو یوازې ۱۹۰ منډې وکړې چې په پایله کې ونه توانید ټاکل شوي هدف ته ځان ورسوي.