په کندز، بلخ او بغلان ولایتونو کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.
دکندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې ۵٠ چاپ اندازانو د يوې ورځې لپاره له يو بل سره سيالي وکړه او د دغو سياليو په پاى کې سميع الله د داورانو له خوا د سياليو ګټکونکى اعلان شو.
په بلخ ولایت کې ۷۸ چاپ اندازانو د یوې ورځې لپاره له یو بل سره سیالي وکړه چې په پایله کې نجیب الله لومړی او عبیدالله دویمه جايزه وګټله.
په همدې حال کې په بغلان ولایت کې هم ۶۰ چاپ اندازانو د وزلوبې په یوه ورځنۍ سیالۍ کې برخه اخیستې وه.
د دغو سیالیو په پای کې صدرالحق، عوض او مسعود تر ټولو زیات امتيازات ترلاسه کړل.