د پاکستان پوځ اعلان کړی، چې په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې د دغه هېواد د ځواکونو په دوو جلا جلا عملیاتو کې د دوی د یوه قوماندان په ګډون ۱۲ وسله وال ووژل شول.
پاکستاني رسنيو د دغه هېواد د پوځ په حواله خبر ورکړى، چې دا نښتې او پوځي عمليات د بلوچستان ايالت په کچ سيمه او د خيبر پښتونخوا ايالت په ميرانشاه سيمه کې ترسره شوي دي.
د پاکستان پوځ ویلي دي چې د دغو وسله والو یو قومندان چې مستعار نوم «سانا بارو» دى د بلوچستان په کچ سيمه کې وژل شوی چې په ياده سيمه کې یې د مجید په نوم د ډلې لپاره د ځانمرګو برید کوونکو د جذب او ګمارنې مسولیت په غاړه درلود.
د پاکستان پوځ، چې د دغه هېواد د حکومت مخالف وسله وال «ترهګر» بولي، نه دي ویلي چې دغه وسله وال له کومې ډلې سره تړاو لري؛ خو د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي او د بلوچ د آزادۍ غورځنګ په دغه هیواد کې له پاکستاني ځواکونو سره تر ټولو زیاتې نښتې کړي او په دغه هېواد کې يې چاودنې او ځانمرګي بریدونه ترسره کړي.
په دغه راپور کې ويل شوي دي چې دغه نښته د بلوچستان په کچ سيمه کې وروسته له هغه رامنځته شوه چې د دغه هېواد امنيتي ځواکونو د دغې ولسوالۍ په بلغتر سيمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عمليات پيل کړل او د وسله والو تر منځ هم ډزې وشوې.
د پاکستان د پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، «د عملیاتو په ترڅ کې، د یو لوړ ارزښت لرونکي هدف په ګډون، څلور ترهګر د ترهګرې ډلې د مشر سانا بارو[مستعارنوم] په ګډون د داخلي ځواکونو او ترهګرو تر منځ د سختې نښتې وروسته ووژل شول.»
د پاکستان پوځ په یوه بل خبر کې ویلي، امنیتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا ایالت په میرانشاه ولسوالۍ کې عملیات کړي، چې په پایله کې یې اته ترهګر وژل شوي دي.
په دې خبرپاڼه کې، د پاکستان پوځ ویلي: « ٢٠٢۴ کال د نومبر له ١٢ څخه تر ١٣ پورې، امنیتي ځواکونو د خوارج د شتون د راپور په بنسټ د شمالي وزیرستان د میرانشاه ولسوالۍ په عمومي سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره کړل.»
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې په دې وروستیو کې امنیتي ځواکونو، د حکومتي دفترونو کارمندان او امنیتي پوستو په ځانګړې توګه په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې هدفي بریدونو چټک زیاتوالی موندلى دى.
د يادولو وړ ده، چې د شنبې په ورځ (د لړم۱۹مه) د بلوچستان ایالت په کويټه ښار کې د اورګاډي په تم ځای کې په ځانمرګي برید کې د پاکستاني پوځیانو په ګډون لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر نور ټپیان شوي وو.
د ياد بريد پړه د بلوچ د آزادۍ غورځنګ پر غاړه واخیسته.