افغانستان

نوي ډهلي ته د آریانا هوايي شرکت الوتنې بېرته پیلېږي

د آریا هوايي شرکت الوتکه

له څو میاشتې ځنډ وروسته، آریانا هوایي شرکت اعلان وکړ چې ډېر ژر به د کابل – نوي ډهلي ترمنځ الوتني له سره پیل شي.

دغه شرکت په خپلې فسبوک پاڼې لیکلي چې سبا د جمعې په ورځ له کابل څخه نوي ډهلي ته لومړنۍ الوتنه ترسره شي.

د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې د نورو هېوادونو ترڅنګ هند ته هم آریانا هوایي شرکت الوتنې بندې شوې.

تراوسه هندي چارواکو د آریانا هوایي شرکت د الوتنو په اړه څه نه دي ویلي.

د دغه شرکت په خبرپاڼه کې راغلي چې له اوږد ځنډ وروسته یو ځل بیا د تېر په څېر خپلو خدماتو ته دوام ورکوي.

د دغه شرکت د چارواکو په خبره، په لومړیو کې به په اوونۍ کې یوازې یوه الوتنه وشي.

د آریانا افغان هوایي شرکت له هند وړاندې ایران روسیې، متحده عربي اماراتو، پاکستان، قطر او ترکیې ته خپلې الوتنې پیل کړي دي.

د افغانستان د دولت له سقوط سره سم هندوستان خپل سفارت په کابل کې وتاړه خو د روان میلادي کال په جون میاشت کې یې خپل یو تخنیکي ټیم کابل ته راواستوه او د سفارت د خلاصېدو خبر یې ورکړ.

دا په داسي حال کې ده چې له دې وړاندې کام ایرهوایي شرکت نږدې یوه میاشت وړاندې اعلان وکړ چې هندوستان سره یې الوتنې پيل شوي او هره پنجشنبې ترسره کېږي.