ورزش

افغانستان د کرېکټ د یو ورځنیو سیالیو په درجه بندۍ کې له بنګله دېش مخکې شو

Photo: ACB

افغانستان بنګله دېش ته په دوه اړخېزه پنځوس اووریزه لوبلړۍ کې د ٢ پر ١ ماتې ورکولو سره د کرېکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو په تازه درجه بندۍ کې له بنګله دېش مخکې شو.

د دغې درجه بندۍ له مخې اوس بنګله دېش په نهم او افغانستان په اتم ځاى کې دی.

یاده یو ورځنۍ لوبلړۍ د دوشنبې په ورځ په شارجې لوبغالي کې د بنګله دېش پر وړاندې د پنځو وېکټو په بريا سره پاى ته ورسېده.

دواړه لوبډلې اوس په درجه بندۍ کې ۸۵ امتيازه لري، خو افغانستان د نمرو د جزوي حساب له مخې له بنګله دېش یو څه مخکې دی.

دا دوه اړخیزې سيالۍ له اوو میاشتو وروسته د بنګله دېش لومړنۍ یو ورځنۍ لوبې وې. دغه لوبډله تر دې مخکې په مارچ میاشت کې د سریلانکا پر وړاندې د یو لړ سیالیو کوربه وه.

افغانستان په دې موده کې د ۵۰ اوریزو سیالیو په لړ کې پرله پسې وړتيا ښودلې چې د سپټمبر په میاشت کې په شارجه کې د سویلي افریقا پر وړاندې دوه پر يو پايله يې د بريا بېلګه ده.

دواړه لوبډلې سږ کال په یو ورځنیو سیالیو کې درې نورې لوبې هم په مخکې لري، بنګله دېش به په ډسمبر میاشت کې په کارابین له ویسټ انډیز سره لوبه وکړي او افغانستان به په همدې میاشت زمبابوى ته سفر وکړي.