په پام کې ده چې تر ګواښ لاندې ځنګلي حیواناتو او نباتاتو په اړه د نړیوال تجارت د کنوانسیون د غړو شلمه غونډه په ۲۰۲۵ کال کې په ازبکستان کې جوړه شي.
د ازبک رسنیو د راپورونو له مخې، دغه غونډه به په سمرقند کې جوړه شي چې په دې برخه کې د حیاتي تنوع ساتنې او نړیوالې همکارۍ ته د دغه هېواد ژمنتیا ښيي.
دغه هوکړه لیک د روان هجري لمریز کال د لړم په شپږمه د کولمبیا په کالي ښار کې د حیاتي تنوع په غونډه کې د ازبکستان د چاپېریال ساتنې د وزیر عزیز عبدالحکیم اوف او د دغه کنوانسیون د عمومي منشي ایوان هګیرو له خوا لاسلیک شو.
د ازبکستان د چاپېریال ساتنې وزیر د حیاتي تنوع له لاسه ورکولو سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالې همکارۍ اهمیت ته په اشارې وویل:« موږ ډېر خوښ یو چې په ۲۰۲۵ کال کې په سمرقند کې د ګواښ لاندې وحشي حیواناتو او نباتاتو د نړیوالې سوداګرۍ د نړیوالې ټولنې کوربه توب کوو. دا غونډه زموږ د سیارې د بډایه بیولوژیکي میراثونو د ساتلو لپاره زموږ د هڅو د یووالي لپاره یو ښه فرصت دی.»
د پاناما د چاپېریال وزیر خوان کارلوس ناوارو د دې غونډې د کوربه توب لپاره د ازبکستان د ټاکل کېدو هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې دغه کنوانسیون د ځنګلي ژوو د ساتنې په برخه کې ارزښتناک تنظیمي رول لري او پرېکړې یې پر ټولنو او اقتصادونو اغېز کوي.
د يادونه وړ ده، چې ازبکستان په ۱۹۹۷ کال کې د خطرلاندې وحشي ژويو او نباتاتو د خطر سره د مبارزې د نړيوال کنوانسیون غړیتوب ترلاسه کړ او په دغه هېواد کې د واورو پړانګ او انټيلوپ سايګا ږپه څېر ډولونه د دغه کنوانسیون تر ساتنې لاندې دي.
د دې غونډې کوربه توب د ځنګلي ژوو ساتنې او د خطر سره مخ ژویو د سوداګرۍ تنظیمولو په برخه کې د نړیوالې همکارۍ په اړه د ازبکستان ژمنې روښانه کوي.
تمه کیږي چې له خطر سره مخ وحشي ژوو په اړه سرمشریزه به د کنوانسیون د ١۴٨ غړو هېوادونو استازي سره راټول کړي او د ځنګلي ژوند سوداګرۍ کې د پایښت ، قانونیت او تعقیبېدو مسئلو په اړه د بحث لپاره یو پلیټ فارم چمتو کړي.
د دې غونډې په اجنډا کې به د دې کنوانسیون تر ساتنې لاندې د نوعو د ساتنې په برخه کې د پرمختګ بیاکتنه، په ضمیمو کې د نوعو طبقه بندي ارزونه او د اغیزمنتیا د زیاتوالي لپاره د ستراتیژیو جوړول شامل دي.