افغانستان

د حقاني په مېلمستون کې له ظواهري پرته نور څوک اوسېدل؟

الظواهري په ۲۰۱۱ کال کې د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته، د هغه ځایناستی او د القاعدې مشر شو.

د نظامي او استخباراتي چارو یو شمېر شنوونکي وایي، په کابل کې کوم کور چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري پکې د امریکا لخوا وژل شوی، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني اړوند و او په دې مېلمستون کې د حقاني ځینې خپلوان هم اوسېدل.

له ترهګرۍ سره د مبارزې یو شمېر کارپو هانو په باور، دا سیمه په تېر حکومت کې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب اړوند وه او بهرنیو مېلمنو به هلته تګ راتګ کاوه او اوس د طالبانو په رژیم کې د حقاني شبکې تر نظر لاندې، د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو لوړپوړو غړو په څېر مېلمنو ته په خوندي ځان بدل شوی دی.

ایمن الظواهري د کابل ښار په یوه دیپلوماتیکه سیمه شيرپور کې چې د تېر حکومت د ملي دفاع وزیر بسم الله محمدي کور کور ته نږدې، د امریکا بې پيلوټه الوتکې په هوایي برید کې په نښه شو.

د امریکا استخباراتو په روان کال کې اطلاعات ترلاسه کړي و چې په دغه کور کې د الظواهري مېرمن، لور او د لور اولادونه اوسېږي.

د ترهګرۍ سره د مبارزي د برخې یو کار پوه وایي، ایمن الظواهري سره په وژل شویو کسانو کې د طالبانو د حقاني شبکې یو لوړپوړی غړی هم شامل دی چې د چین استخباراتو سره یې نږدې اړیکې درلودې او همدې لپاره دغه مېلمستون د حقاني شبکې تر نظر لاندې یو ددغې شبکې له خوندي کورونو ګڼل کېده.

له ترهګرۍ سره د مبارزي یو کارپوه اجمل سهیل وایي: «دا د القاعده یو له خوندي کورونو و چې د افغانستان د پخواني حکومت پرمهال د ملي امنیت شورا اړوند ساحه کې و. کورني او بهرني مېلمانه چې کابل ته راتلل، دغه کور کې اوسېدل. کله چې طالبان واک ته ورسېدل، دغه کور کې یې بهرني مېلمانه ساتل. او ددې ډلې (طالبانو) لومړی او دوهمه درجه غړي هم ورتلل.»

ځینې پوځي او استخباراتي کارپوهان وايي، په کوم کور کې چې د القاعده شبکې مشر ووژل شو، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له مېلمستونونو و او د هغه ځینې خپلوان هم پکې وو.

د پخواني حکومت د پوځ جنرال ثمر سادات وايي: «داسي معلومیږي چې سي آی اې خپل هدف سم په نښه کړی او له وړاندې یې دغه مېلمستون د ټکنالوژۍ پر مټ دقیق څاره او د کابل د شېرپور مېلمستون چې د سراج الدین حقاني و، په نښه کړ. دا ډېر پېچلي او مهم عملیات وو.»

د یو شمېر کارپوهانو په خبره، د طالبانو تر شدیدې څارنې لاندې سیمو کې د ترهګرو ډلو د غړو استوګنه د هېواد په زیان ده او دا به د طالبانو او امریکا ترمنځ روابطو ته تاوان واړوي.

د نظامي چارو کارپوه اسدالله ندیم  وايي، دا چې د کابل شيرپور سیمه د طالبانو د لوړپوړو چارواکو د اوسېدو ځای دی، هلته او «دې برید څو پیغامونه لرل، اول د ایمن الظواهري وژل کېدل او بل طالبانو ته ښکاره پیغام.»

د ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته د کابل شیرپور سیمه کې د طالبانو امنیتي تدابیر سخت شوي او خبریالانو ته د انځور اخیستلو اجازه هم نه ورکوي.

ځینې خبریالان وايي، طالبان باید اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د خبریالانو پر حقونو سترګې پتې نه کړي.

الظواهري د تېرې یکشنبې په ورځ سهار په شپږو بجو او ۲۰ دقیقو د امریکا د یوې بې پيلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.