ورزش

د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنو لوبډله د کامبوج پر وړاندې لوبېږي

د اسيا د ملتونو د جام د غوراوي سياليو په دوام به د افغانستان د فوټبال د ١٧ کلنو کم عمره ملي لوبډله نن (جمعه د لړم ۴مه ) د کامبوج د ١٧ کلنو کم عمره لوبډلې  پر وړاندې د لوبې ميدان ته ښکته شي.

دا لوبه به د کابل پر وخت مازدیګر ۴:۳۰ دقيقې د کامبوج په کوربه توب ترسره شي.

د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د چهارشنبې په ورځ په خپله مخکیتۍ لوبه کې د مکاٸو لوبډلې ته ٩پر صفر په توپیر ماتې ورکړه.

تر دې وړاندې افغانستان فیلیپین ته ٧ پر صفر ماتې ورکړې وه.

دا لوبې د اسيا د ملتونو جام د غوراوي سياليو د يوې برخې په توګه ترسره کېږي او افغانستان تر اوسه په دې پړاو کې بريالى ځلېدلى دى.