سویلي آسیا

افغانستان سږ کال له کندهار څخه شپږ زره ټنه روميان صادر کړي دي

د طالبانو تر واک لاندې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې په روان هجري لمریز کال کې افغانستان له کندهار څخه ۶زره۳۶۸ ټنه روميان صادر کړي دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه صادرات د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې پاکستان ته ترسره شوي دي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي چې له کندهار ولایت څخه د روميانو صادرات د تېر کال په پرتله ۲.۹۴ سلنه ډېر شوي دي.

په ورته وخت کې د هېواد یو شمېر سوداګر وايي چې د صادراتو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دغو سوداګرو د کافي سړو خونو نشتوالى، د ګمرکي تعرفو لوړوالى، د ويزو په ترلاسه کولو کې ستونزې او د نړيوالو بنديزونو له امله محدوديتونه چې د بانکونو له لارې د پيسو لېږد يې ستونزمن کړي، د خپلو عمده ستونزو په توګه يادوي.