ورزش

د هېواد د والیبال ملي لوبډلې د تاجکستان پر وړاندې ماتې وخوړه

د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا په سیالیو کې په خپله څلورمه لوبه کې له تاجکستان څخه ماتې وخوړه.

دواړو لوبډلو له یو بل سره پنځه پړاوه لوبې ترسره کړې، چې دوه پړاوونه یې د هېواد ملي لوبډلې او درې پړاوونه یې د تاجکستان لوبغاړو ګټلي دي.

دا لوبه ٣ پر ٢په پايلې د تاجکستان په ګټه پای ته ورسېده.

د منځنۍ اسيا د اتلولۍ سيالۍ د ازبکستان په کوربه توب په تاشکند کې تر سره شوې او د هېواد ملي لوبډلې تر اوسه درې بايللې او يوه يې ګټلې ده.