سویلي آسیا

پاکستان په مشروط ډول پر پښتون ژغورنې غورځنګ لګول شوي بندیزونه لغوه کوي

پاکستاني رسنیو د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د پاکستان فدرالي حکومت په اصولي توګه د پښتون ژغورنې غورځنګ پر وروستیو بندیزونو لرې کولو هوکړه کړې، خو دا اقدام به د ځینو شرطونو پر بنسټ ترسره شي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دا هوکړه د پنجشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا د حکومت له خوا جوړه شوې لویه څو اړخېزه «جرګه» کې وشوه.

په راپور کې ویل شوي، په داسې حال کې چې د بندیز د لرې کولو رسمي اعلان په موقت ډول ځنډول شوی، خو غورځنګ ته به اجازه ورکړل شي چې د جمعې په ورځ خپله «د پښتنو ملي جرګه» وکړي.

د دې غونډې کوربه توب به د ایالتي حکومت په غاړه وي او د خیبر پښتونخوا لوړپوړي وزیر علي امین ګنډاپور به پکې ګډون وکړي.

د راپورونو له مخې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دغه ایالتي جرګې ته اجازه ورکړې چې د غورځنګ له مشرانو سره په حساسو مسایلو خبرې وکړي. دا جرګه د خيبر پښتونخوا ایالت مجلس رٸيس بابر حسین سواتي په مشرۍ کې کېږي چې پکې د حکومت او اپوزيسيون دواړو ګوندونو د پارلمان مشران او غړي هم حضور لري.

د دې غونډې د امنيت ټينګښت لپاره حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ لپاره شرطونه اېښي دي. د سرچينو د معلوماتو له مخې، ګډونوالو ته به اجازه ورنکړل شي چې پاروونکې شعارونه ورکړي او د افغانستان ملي بيرغ نندارې ته وړاندې کړي. دغه شرطونه به تر غونډې مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو ته وړاندې شي.

د ډان ورځپاڼې په وینا، پښتون ژغورنې غورځنګ تر اوسه د فدرال حکومت د پرېکړې یا لګول شویو شرطونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.