نړۍ

د شانګهای همکاریو سازمان د همغږۍ پیاوړتیا پر سر د چین او روسیې هوکړه

د چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو سره وکتل.

د چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې په ورځ په تاشکند کې د شانګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو (اس سي او) غونډې په څنډه کې ددغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ پر پياوړي کولو هوکړه وکړه.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په دغه ناسته کې وویل، د پیکنګ او مسکو ترمنځ د اړیکو او همغږۍ پیاوړتیا لپاره د ستراتیژيکو اړیکو پياوړي کول مهم دي او چین چمتو دی چې د شانګهای له نورو غړو سره اړیکې لا پیاوړې کړي.

هغه زیاته کړه چې مهمه ده د شانګهای سازمان پر داسې بنسټ بدل شي چې په سیمه او نړۍ کې د نړیوال عدالت په ساتنه او سولې سره مرسته کې ونډه ولري.

په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په دغه ناسته کې د چین او روسيې ترمنځ دوه اړخیز اعتماد وستایه. هغه زیاته کړه چې روسیه غواړي په لوړه کچه له چین سره خپلې اړیکې وساتي او په مختلفو برخو کې عملا همکاري ولري.

ښاغلي لاوروف وویل، دواړه لوري باید هڅه وکړي چې خپلې همکارۍ په بېلابېلو برخو پیاوړې کړي؛ لکه، په نړیوالو چارو کې د ملګرو ملتونو له بنسټیز رول څخه ملاتړ، د بین المللي قوانینو له مخې د نړیوال نظم ساتل او له مخ پر ودې هېوادونو ملاتړ.

د چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه هم خبرې وکړې او د افغانستان له ثبات سره د مرستې په اړه یې پر همغږۍ او د اړیکو پر پیاوړتیا هوکړه وکړه.