د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشيد مرادوف وايي، د سیمې د امنیت لپاره د افغانستان د خلکو سره همکاري اړینه ده.
نوموړي د ملګرو ملتونو د عمومي شورا په ٧٩مه غونډه کې په خپله وینا کې وویل چې نړۍ باید په افغانستان کې د بشري ستونزو په حل کې مرسته وکړي.
ښاغلي مرادوف د افغانستان د اقتصاد د بیارغاولو په برخه کې همکاري د سیمې د امنیت د تامین لپاره یو له اغیزمنو عواملو څخه یاده کړه.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرو کې د ټاپي، نوري فایبر او اورګاډي د پروژو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې هېواد به یې له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ سره افغانستان له يوې خوا له بشري، سياسي، اقتصادي او ټولنيزو بحرانونو سره مخ شوى او له بلې خوا نړۍ تر اوسه د طالبانو واکمني په رسميت نه ده پېژندلې.
تازه، جرمني، استرالیا، هالنډ او کاناډا هېوادونو په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی به د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون” د سرغړونې له امله د عدالت نړیوالې محکمې ته د طالبانو پرضد عریضه وکړي.
د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو خبرداری ورکړی، چې که طالبان په راتلونکو شپږو میاشتو کې د افغانانو د اساسي حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو او ازادۍ په اړه خپله تګلاره بدله نه کړي، دوی به طالبان د هاګ محکمې ته راکاږي.
د يادولو وړ ده، چې افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې د «ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو» کنوانسیون لاسلیک کړ.