افغانستان

په کندهار او ننګرهار کې د کور چت نړېدو ۹ کسان ووژل

د کندهار په څلورو ولسواليو ارغنداب، سپين بولدک، ژېړۍ او تخته پل کي د تېرې شپې (زمري ۶مه)  بارانونو د مالي زیانونو ترڅنګ ځاني زیانونه اړولي.

د افغانستان په جنوبي ولایت کندهار او په ختیځ ننګرهار کې د بارانونو له امله د دوو کورونو د چتونو راپرېوتو له امله د ښځو اوماشومانو په ګډون ۹ کسان مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د کندهار په څلورو ولسواليو ارغنداب، سپين بولدک، ژېړۍ او تخته پل کي د تېرې شپې (زمري ۶مه)  بارانونو د مالي زیانونو ترڅنګ ځاني زیانونه اړولي.

بارانونه او شدید توفان تېره شپه شاوخوا نهه بجې شول او تر ناوخته روان و.

د ژړۍ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حاجي محمد ولي امو ټلویزیون ته وویل، په سنځري سیمه کې د یوه کور چت رانړېدلی او د یوې مېرمني او پنځو ماشومانو په ګډون یې شپږ کسان وژلي دي.

د هغه په وینا په دې پېښه کې درې نور کسان ټپیان شوي دي.

نوموړي وویل: “دا د یوه ډاکټر کور و، ماسخوتن باران زیات و، سیلابونه کلي ته ورسېدل، باران ددې کور د خونو چت ونړوه، کله چي باران کرار شو، موږ ماشومان له خاورو راوایستل، ډېر خوږ وو.”

همداراز په سپین بولدک، ارغنداب او تخته پل ولسوالیو کې هم اورښتونو زیانونه اړولي دي.

د کندهار د والي ویاند حاجي زید وايي، د تخریباتو کچه د سپين بولدک په رباط او کدني سیمو کي ډېره ده، ځکه هلته څپې پر کلیو ورغلي او لسګونه کورونه يې نړولي دي. د هغه په خبره، په سپین بولدک کې درې کسان ټپیان شوي هم دي.

د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو په خبره، بارانونو ارغنداب ولسوالۍ کې  ۳۰ کورونه او د انګورو باغونه او پالېزونه تخریب کړي دي او په پریمال او سرکاري باغ سیمه کي دوه تنه د کور نړېدو له امله ټپیان شوي دي.

د کندهار ولایتي مسولین له مرستندویه ادارو غوښتي چې زیانمنو خلکو ته بیړنۍ مرستې ورسوي.

ننګرهار کې د کور چت پرېوتل

بلخوا تېره شپه د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د واده مراسمو پرمهال د یوه کور چت راولوېدو له امله د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د طالبانو چارواکي وايي چې دا پېښه د مهمند داوني په کلي کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو کور د پرلپسې بارانونو له امله زیانمن شوی و.

د هغه په خبره، د پېښې په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ننګرهار کې ۷۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره مرسته

په ورته وخت کې ننګرهار کې نن پنجشنبه (زمري ۶مه)  له طبیعي پېښو ته د رسېدنې ادارې د کډوالو نړیوال سازمان په همکارۍ له ۷۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره د ۴۰ زره افغانیو په ارزښت د  خوراکي موادو او د سرپناه وسایلو مرسته کړې ده.

ددغې ادارې لپاره د طالبانو رییس سیف الله خالد وایي، سیلاب د جلال اباد ښار اړوند سیمو ترڅنګ، د سرخرود، بټي کوټ، رودات، او ښیوې ولسوالیو کې ۸ سوه کورونه تخریب کړي ۱۰ زره جریبه ځمکه یې په شاړه بدله کړې ده.