ورزش

د هېواد د فوټسال لوبغاړي د پاراګوای په وړاندې لوبېږي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د ۲۰۲۴ کال په نړیوال جام کې له پاراګوای سره لوبه وکړي.

دا لوبه به د کابل پر وخت ماښام ۷:۳۰ دقيقې په تاشکند کې ترسره شي.

د يادونې وړ ده، چې دا لوبه د دې سياليو په وروستي اتم پړاو کې ده.

تر دې وړاندې د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې د فوټبال د نړیوال جام په سیالیو کې دوه لوبې د ارجنټاین او اوکراین لوبډلو ته وبایللې.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد د فوټسال لوبغاړو د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې آنګولا ته ماتې ورکړه.

د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام سیالۍ له درېیو اونیو راهيسې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې پیل شوې دي.