افغانستان

ننګرهار کې د کور چت رالوېدو د یوې کورنۍ درې غړي ووژل

عکس په ننګرهار کې د وروستیو سیلابونو دی. ۱۴۰۱

د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د واده مراسمو پرمهال د یوه کور چت راولوېدو له امله څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د طالبانو چارواکي وايي چې دا پېښه د چهارشنبې په شپه د مهمند داوني په کلي کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو کور د پرلپسې بارانونو له امله زیانمن شوی و.

د هغه په خبره، د پېښې په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

نوموړي وویل چې د پېښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي.