افغانستان

د تاشکند ناستې د طالبانو رژیم رسمیت په برخه کې لاسته راوړنه نه درلوده

د افغانستان په تړاو د تاشکند ناسته د سه شنبې په ورځ ترسره شوه.

د امریکا او اروپايي ټولنې ځانګړو استازو پر ټویټر د طالبان هغه ادعاوې رد کړي چې ګواکې ددوی د رژيم په رسمیت پېژندلو بهیر پیل شوی دی.

د طالبانو یوه غیررسمي ویاند محمد جلال په یوه ټویټ کې د نړۍ د هېوادونو لخوا د طالبانو د رژيم په رسمیت پېژندنې بهیر پيلېدو خبره وکړه او ویې ویل چې “د تاشکند ناستې یو مهم ټکی دا دی چې د امریکا متحده ایالتونو د استازو په ګډون ټولو هېوادونو او ګډونوالو سازمانونو په خپلو خبرو کې ‘د افغانستان دولت’ عبارت وکاروه.”

هغه ویلي چې له دې وروسته څوک ددوی له رژيم څخه انکار نشي کولی او د نړۍ د هېوادونو لخوا د رسمیت پېژندنې لومړنۍ مرحله پیل شوې ده.

په همدې حال کې د افغانستان د ښځو چارو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسون په بېلابېلو ټویټونو کې د طالبانو د پلویانو دغه ادعا رد کړې چې ګواکې دا د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنې بهیر دي.

مېرمن امیري ویلي، د تاشکند په ناسته کې هېچا د طالبانو د رژيم په رسمیت پېژندلو ملاتړ نه دی کړی او دا به طالبانو سره دوه اړخیزو ناستو کې هم ګډون ونه کړي.

هغې په دې اړه په زغرده لیکلي: “طالبانو سره دوه اړخیزو ناستو کې به ګډون ونه کړم.”

په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسیون هم په یوه ټویټ کې ویلي چې هغه په خپلو خبرو کې یوازې د طالبانو نوم اخیستی او هغوی ته یې د افغانستان دولت نه دی کارولی.

دغه اروپايي ډیپلومات د خپلو ټویټونو په پای کې د محمد جلال ادعا ته په ځواب کې لیکلي چې “اورېدل ښه مهارت دی، ښاغلی جلال.”

د تاشکند نړیواله ناسته چې د طالبانو د پلاوی په ګډون د شلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازې پکې برخه اخیستې وه، د سه شنبې په ورځ (زمري ۴مه) د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره شوه.