افغانستان

د بلخاب ۱۷ نیول شویو اوسېدونکو ناڅرګند برخلیک

مزار شریف کې د بلخاب ولسوالۍ بېځایه شوې کورنۍ

سرچینې ادعا کوي چې د سرپل د بلخاب ولسوالۍ ۱۷ تنه اوسېدونکي چې د طالبانو د غچ اخیستو او لوږې له وېرې مزارشریف ته ګډه شوي وو، په دې وروستیو کې د طالبانو لخوا نیول شوي او د برخلیک په اړه یې معلومات نشته.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، دغه ۱۷ کسان تر لوی اختر وړاندې د مزار شریف ښار په څلورمه ناحیه کې د یولمرب تمځای ک د بلخابیانو له یوې مسافرخانې ونیول شول.

د افغانستان په شمال کې په بلخاب ولسوالۍ کې د طالبانو او ددوی د یوه ناراضي قومندان مولوي مهدي مجاهد ترمنځ جګړې دوه میاشتې وړاندې پیل شوې. طالبانو د جګړې په لومړیو کې په دغې ولسوالۍ کې د مهدي تر کنټرول لاندې سیمې ونیولې او زرګونه کورنۍ د طالبانو له وېرې نورو ولایتونو ته کډه شوې او ځینې د بلخاب غرنیزو سیمو ته لاړې.

ځینو بېځایه شویو کورنیو له امو ټلویزیون سره په خبرو کې ددوی د بد وضعیت یادونه کوي او وايي په سختۍ د ژوند شپې ورځې سباکوي.

د بلخاب یوه اوسېدونکي احمد (مستعار نوم) وویل:  “تراوسه ددغو نیولو علت معلوم نه دی. دا کسان باید آزاد شي، ځکه کومه ګناه نه لري.”

مزار شریف کې د بلخاب بیځایه شویو له ډلې یوه بل کس وویل، نیول شوي کسان، دکانداران، ډرېور، بزګران او کارګران دي.

د نیول شویو کسانو د خلاصون هڅې

ځینو سرچینو آمو ټلویزیون ته ویلي چې د بلخاب ځینو مشرانو ددغو نیول شویو کسانو د برخلیک څرګندولو لپاره په بلخ کې د طالبانو له استخباراتو سره لیدلي، خو هغوی ورته ځواب ورکړی چې د څېړنو تر پایته رسېدو پورې به دغه کسان له دوی سره بندیان وي.

د بلخاب یوه اوسېدونکی اجمل (مستعار نوم) په دې اړه وویل: “زموږ مشرانو او سپین ږیرو څو ځلې د بلخ استخباراتو ته مراجعه وکړه، خو هېڅوک توجه نه کوي او څوک هم د نیولو د علت په اړه څه نه وايي.”

ویل کېږي چې د نیول شویو کورنۍ په مزار شریف ښار کې بې سرپرسته پاتې دي.

په داسې حال کې چې د طالبانو چارواکي ددغو کسانو د نیولو د لامل په اړه څه نه وايي، خو د طالبانو له منځه یوې سرچینې امو ټلویزیون ته وویل چې دا کسان له مولوي مهدي مجاهد سره د اړیکو په شک نیول شوي دي.

د بلخاب ځینې بېځایه شوي که څه هم د مولوي مهدي په وسله والو کې د نیولو شویو کسانو د ځینو خپلوانو خبره کوي، خو وايي چې نیول شویو کسانو د بلخاب په جګړه کې هېڅ رول نه درلود.

د بلخاب یوه اوسېدونکي اسماعیل (مستعار نوم) وویل: “دا ټول کسان کارګر، دوکانداران او ډرېوران دي. دا سمه ده چې ددوی خپلوان د مولوي مهدي په ډله کې شته، خو دوی پخپله په جګړه کې هېڅ رول نه درلوده.”

د طالبانو دغه ناراضي قومندان وروسته له هغه له دې ډلې بېل شو چې د بامیانو د استخباراتو له ریاسته لرې شو او وروسته د سرپل بلخاب ته لاړ.

اما با گذشت چند روز و پس از بی‌نتیجه ماندن چندین مرحله گفت‌وگو‌ها میان مولوی مهدی و طالبان، این گروه با اعزام نیرو از بخش‌های مختلف کشور به بلخاب با مولوی درگیر شدند. پس از درگیری چهار روزه میان طالبان و مولوی مهدی مجاهد گزارش‌هایی درباره خشونت، قتل‌ عام و ده‌ها مورد نقض حقوق بشر در این ولسوالی منتشر شده است.

خو د څو ورځو تېرېدو سره او وروسته له هغه چې طالبانو سره د مولوي مهدي خبرې کومې نتیجې ته ونه رسېدې، طالبانو بلخاب ته جنګیالي واستول او د دواړو لوریو ترمنځ جګړه وشوه. د طالبانو او مولوي مهدي ترمنځ تر څلور ورځنۍ جګړې وروسته، به دغې ولسوالۍ کې د ولسي خلکو پروړاندې د تاوتریخوالي، وژنو او د بشري حقونو د نقض راپورونه خپاره شول.

د طالبانو د غچ اخیستې او لوږې له وېرې، شاوخوا ۲۷ زره بلخابي کورنۍ له خپلو مېنو ووتل او بلخ، بامیان او د بلخاب غرنیزو سیمو ته لاړل.