نړۍ

د میانمار پوځي حکومت څلور دیموکراسي پلوي سیاسي زندانیان اعدام کړل

یو له هغو فعالانو چې د میانمار پوځي حکومت اعدام کړ. عکس د رویټرز

د میانمار پوځي حکومت په تېرو پنځوسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره څلور ډیموکراسي پلوي فعالان اعدام کړي دي. ددغو څلورو سیاسي زندانیانو د بخښلو لپاره د نړیوالو غوښتنو سره سره، د میانمار حکومت خپله پرېکړه عملي کړې ده.

د میانمار دولتي ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (زمري ۳مه) ددغه خبر په خپرولو سره د چارواکو په نقل لیکلي چې دغه څلور کسان د قانوني رویو پر بنسټ ددې لپاره اعدام شوي چې په تاوتریخجنو او غیرانساني اقداماتو او ترهګریزو وژنو کې یې لاس درلود.

د میانمار پوځي حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه راپورونه تایید کړي، خو د هغه زندان نوم یې نه دی اخیستی چې دا کسان پکې اعدام شوي دي.