سوداګري

 طالبانو په یوه کال کې څه باندې ۷۰ میلیارده افغانۍ زاړه بانکنوټونه سوځولي دي

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان مرکزي بانک په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې په تېر کال کې یې تر ۷۰ میلیارده زیات زړې افغانۍ سوځولي دي.

د طالبانو د مرکزي بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد نن (پنجشنبه، وږي١٥مه) یوې خبري غونډې ته وویل چې په تېر کال کې ۷۰ میلیارده ۱۸۶ میلیونه ۵۴۴ زره د زړو افغانيو بانکنوټونه سوځول شوي دي.

طالبان وايي، د افغانستان اسعارو د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل ارزښت ساتلی او د ۲۰۱۴ کال په اګست میاشت کې د افغاني اسعارو ارزښت د تېر کال د همدې میاشتې په پرتله ۱۷.۲۵ سلنه لوړ شوی دی.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د مرکزي بانک چارواکي هم ادعا کوي چې افغانۍ په سیمه کې دریم باثباته او ارزښتناکه بولي واحد بلل کیږي.

د مرکزي بانک مرستیال وايي چې د افغاني حسابونو څخه په اونۍ کې د اخيستلو کچه له ۷۰ زره افغانیو څخه ۱۵۰ زره افغانیو او میاشتنی حد له ۲۵۰ زره افغانیو څخه ۵۰۰ زره افغانیو ته لوړ شوی دی.

طالبانو همداراز ویلي چې د ډالرو له حسابونو څخه د اونۍ د اخيستلو کچه له ۱۰۰۰ ډالرو څخه ۲۰۰۰ ډالرو او میاشتنی حد له ۳۰۰۰ ډالرو څخه ۶۰۰۰ ډالرو ته لوړ شوی دی.

طالبانو ټینګار کړی چې ډیر ژر به بندیزونه لیرې شي او د اغیزمنو پالیسیو په پلي کولو سره به د بانکدارۍ سکتور «ژر تر ژره» عادي حالت ته راشي.

په همدې حال کې، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان مرکزي بانک چارواکو وویل چې تېر کال یې صرافانو او د پیسو خدماتو شرکتونو ته ١۴٩ جوازونه ورکړي دي.

د ورکړل شويو شمېرو له مخې، د صادر شویو جوازونو ټولټال شمیر يو زرو ٧٨٠ ته رسېدلى دى.

طالبان په داسې حال کې د خپلو بانکي لاسته راوړنو ستاینه کوي چې د هرات صرافانو نن د زیاتو مالیاتو او سختو کاري شرایطو له امله په اعتصاب لاس پورې کړى.