افغانستان

افغانستان کې له سېلابونو اغېزمن د مرستو له نشتوالي شکایت لري

د پنجشېر آبشار ولسوالۍ کې د سیلاب تصویر. زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۱

په وروستیو دوو ورځو کې د افغانستان په لسو ولایتونو کې د ډېر خلکو عادي ژوند اغېزمن کړی او درانه مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د طالبانو اداره وايي، دغو سیلابونو ۱۳ تنه وژلي او ۲۰ نور یې ټپیان شوي دي.

د سیلاب ځپلو سیمو او په تېره بیا د کابل، بامیان، میدان وردګ او ننګرهار اوسېدونکي وايي چې طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو وزارت تراوسه له زیانمنو سره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.

ددغو سېلابونو له امله ځینې لارې د تګ راتګ پرمخ تړل شوي دي.

د بامیان اوسېدونکی محمد عطايي وايي، د سیلاب راوړو تیږو د موټرو لاره تړلې ده او تراوسه طالبانو کوم اقدام نه دی کړی.

د کابل اوسېدونکی سید احمد شاه وايي طالبان باید پلونو او پلچکونو ته پام وکړي چې د خلکو ژوند مختل نه شي.

این سیلاب‌ها در بسیاری از بخش‌ها به ویژه ولسوالی آبشار ولایت پنجشیر، ولایت میدان وردک و نیز ننگرهار به خانه‌های

دغو سیلابونو د پنجشېر په آبشار ولسوالۍ او همدراز په میدان وردک او ننګرهار کې د خلکو کورونه، کرنیزې ځمکې او پلونه تخریب کړي دي.

د میدان وردک اوسېدونکی ذاکر جلال وايي، د سیلاب له امله لاره تړلې او دوی له ماشومانو او ښځو سره پر لاره بند پاتې دي.

د ننګرهار اوسېدونکی فیض الله همد سیلاب له امله د لارې له بندېدو شکایت لري او وايي چې له پنځو ساعتونو راهیسې انتظار ولاړ دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې په دغه ولایت کې سیلابونو یو کس وژلی او درې نور بې درکه دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو وزارت د شمېرو له مخې، په تېر یوه میاشت کې په ۲۰ ولایتونو کې سیلابونو ۸۰ کسان مړه کړي او ۱۲۰ نور ټپیان دي.

ددغه وزارت د شمېرو له مخې، سیلابونو ۲۵۰۰ کورونه تخریب کړي، ۷۰ زره جریبه کرنیزې ځمکې تر یوه بریده تخریب شوي او شاوخوا ۲۰۰۰ څاروي لمنځه تللي دي.