Uncategorized @ps افغانستان

کنړ کې د قومي مشرانو غونډه: طالبان دې د نجونو ښوونځي پرانیزي

د افغانستان په ختیځ ولایت کنړ کې یو شمېر قومي مشرانو او دیني عالمانو په یوه لویه ولسي غونډه کې د طالبانو له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې تر شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځي پرانیزي.

د کنړ اوسېدونکي عباد سادات آمو ټلویزیون ته وویل، د غونډې ګډونوالو په یوه خوله وویل چې زده کړه د نجونو مسلم حق دی او طالبان باید اجازه ورکړي هغوی ښوونځیو ته لاړې شي.

ښاغلي سادات زیاته کړه چې قومي مشرانو او ديني عالمانو وویل هڅه کوي چې خپل غږ تر مرکز کابله د امارت د مشرانو تر غوږونو ورسوي.

د تېر ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې چې طالبان پر کابل واکمن شوي، په ټول افغانستان کې د نجونو ښوونځي تړلي دي. طالبانو له داخلي او نړیوالو نیوکو او غبرګونونو سره سره، لا هم خپل دریځ نه دی بدل کړی.

تمه نه کېږي چې کنړ کې د دیني عالمانو غوښتنه دې د طالبانو د مشرتابه لخوا ومنل شي.

اوسمهال د افغانستان په ختیځ کنړ، لغمان او ننګرهار کې د نجونو سلګونه ښوونځي تړلي دي او لسګونه زره نجونې له زده کړو بې برخې دي.

د جلال اباد ښار د بي بي هوا عالي لېسې د لسم ټولګې زده کوونکې نازنین وايي، د ښوونځیو د دروازو بندېدو نجونې ناهیلې کړې دي. نازنین امو ټلویزیون ته وویل: “موږ په کورنو کې لکه د بندیانو په څېر ژوند تېروو. له زده کړو بې برخې کېدو مو زړونه مات کړي دي.”
هغه له طالبانو غوښتل چې د دیني عالمانو غږ ته دې مثبت ځواب ووايي او دوی ته اجازه ورکړي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

لیکوال او ژورنالیست او د ننګرهار اوسېدونکی محمد اصف شینواری وايي، کورنۍ هم له زده کړې د هغوی د نجونو بې برخې پاتې کېدو له امله ځورېږي.

د ښاغلی شینواری په وینا، آن تر امارت وړاندې هم د نجونو لپاره د زده کړې چاپیریال د اسلامی اصولو مطابق و او که طالبان بیا هم کومه نیمګړتیا ویني، باید ژر تر ژره ورته حل لاره ومومي او پرېنږدي چې نجونې له زده کړو بې برخې پاتې شي.

که څه هم طالبانو د ښوونځیو بندولو د علت په اړه څه نه دي ویلي، خو ځینو طالب مشرانو یادونه کړې چې دوی پر یوې طرحې کار کوي چې ورسره دا ستونزه حل شي.

دا چې کله به د انجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې خلاصې شي، اوس یې په اړه څه نه شي ویل کېدای.