سوداګري

د هرات کروندګر وایي صادراتو نشتون له امله د انګورو بیه ارزانه شوې

د انګورو په جشن کې د هرات یو شمېر کروندګر وايي، سږ کال له دغه ولایت د انګورو د صادراتو لپاره کومه زمینه نه ده برابره شوې.

دغه کروندګر وايي، که دا ستونزې همداسې دوام وکړي، نو کروندګر به زیان وکړي او د کرنیزو او باغدارۍ محصولاتو په ځانګړي ډول د انګورو حاصلات به کم شي. د انګورو، انځرو او شاتو په جشن کې ښځو هم برخه اخیستې ده. دا په هرات کې د انګورو اتم لوی جشن دی.

په دغه جشن کې به د دریو ورځو لپاره د هراتي انګورو لسګونه ډولونه نندارې ته اېښي وي.

ډېری دغه انګور له اوبې ولسوالۍ راوړل شوي دي. هغه ځای چې باغونو یې د هرات د نورو سيمو په پرتله زيات انګور توليد کړي دي.

سږ کال په هرات کې بڼوالو له دوه زره هکتاره باغونو د انګورو حاصلات ترلاسه کړي دي. خو يو شمېر دغه بڼوال د انګورو د خرڅلاو لپاره د بازار له نشتوالي شکايت کوي. دوی وايي، طالبانو د انګورو د صادراتو لپاره زمینه نه ده برابره کړې او کروندګر او بڼوال اړ دي چې خپل محصولات په ارزانه بیه وپلوري.

یوه کروندګر، جلیل احمد حبیبي آمو ته وویل: «موږ ښه بازار نه درلود، ځکه سږ کال انګور د نړۍ بازارونو ته نه دي تللي، له اسلامي امارت مو غوښتنه دا ده چې د انګورو د صادراتو لپاره پر هوايي دهلېز کار وکړي.»

یوه بل کروندګر آمو ته وویل: «موږ هغه د انګورو نومونه چې څو ډوله لرو، تشرېح کوو، د داسې نندارتونونو جوړېدل به د انګورو بازار ښه کړي.»

په دې جشن کې کروندګرو او بڼوالو په څلوېښتو غرفو کې کرنیز محصولات په ځانګړې توګه انګور نندارې ته وړاندې کړي دي.

په انګورو سربیره زعفران او شات هم په دغه نندارتون کې نندارې ته اېښودل شوي دي. لسو سوداګرو ښځو هم په هرات کې تولید شوي کرنیز محصولات او شات د پلور لپاره ایښي دي.

یوې سوداګرې آمو ته وویل: «زه راتلونکي ته ډیره هیله منه یم، زه له خدای هیله لرم چې کارونه نور هم پرمختګ وکړي او وغوړیږي.»

سږ کال په هرات ولایت کې څه باندې دوه سوه زره ټنه انګور تولید شوي، خو کروندګر د بازار د نشتوالي له امله خپل کرنیز محصولات په ارزانه بیه پلوري.

په هرات کې لږ تر لږه ۵۰ ډوله انګور شته چې تر ټولو مشهور یې د هرات لعل انګور دي.