افغانستان

اسټرالیايۍ خبریاله: طالبانو مجبوره کړم بخښنه وغواړم

عکس د لین اوډانل له ټوییټر پاڼې اخیستل شوی

اسټرالیايۍ خبریاله لین اوډانل چې ترډېره فارن پالیسي مجلې ته لیکنې کوي، ویلي چې طالبانو د استخباراتو نیولې وه او دا یې اړ کړې چې د افغانستان په اړه د لیکلو راپورونو له امله بخښنه وغواړي.

اوډانل دا خبره پر خپل ټوییټر کړې او ویلي یې دي چې له افغانستانه وتلې ده.

هغې له کلونو راهیسې افغانستان کې کار کاوه او په دې وروستیو کې یې د ښځو حقونو، د افغانستان کنګل شویو ارزي ذخایرو، کانونو او ځینو نورو مسایلو په اړه راپورونه لیکلي وو.

اوډانل د چهارشنبې به ورځ په یوه ټویټ کې ولیکل: “د طالبانو استخباراتو وویل، بخښنه وغواړه او یا زندان ته لاړه شه. [ما وویل] هرڅه چې لازمه وي. هغوی دیکته کړم. ما هم ټوییټ وکړ. خوښ یې نه شو. حذف شو. بیا کتنه پرې وشوه. بیا ټویټ شو. له ما یې ویډیو واخیسته چې ووایم [طالبانو] پر ما فشار نه دی راوړی. وروسته یې هغه هم بیاځلې ترسره کړ.”

طالبان وايي، دغې خبریالې “تبلیغات خپرول” او د خپلو راپورونو له امله په خپله خوښه بخښنه وغوښته.

د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې اړه وویل: “[د طالبانو] اسلامي امارت هېڅ ډول غیراصولي اقداماتو ته اجازه نه ورکوي، خو دغې خبریالې خپلو راپورونو کې دا کار کړی و او وروسته یې په خپله خوښه پرې اعتراف وکړ. تر پروپاګند وروسته چې استخباراتي اهداف یې لرل، نو زموږ هېواد کې د فعالیت اجازه نه لري.”

لین اوډانل په فارن پالیسي مجله کې لیکلي چې د نیول کېدو علت یې د جبري ودونو په اړه راپور دی چې تېر کال یې د بامیانو په اړه لیکلی و.

فارن پالیسۍ د هغې په نقل لیکلي: “په روانه اونۍ کې ډېر غربي خبریالان په افغانستان کې ځورول شوي دي او په چټکۍ له هغه ځایه وتلي. اوس په افغانستان کې ازادې رسنۍ نشته او دغه هېواد د وحشت، لوږې او وېرې پر دوزخ بدلېدونکی دی.”

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، له دغې خبریالې د هغې د راپورونو د اثبات لپاره شواهد غوښتل شوي دي.

بلخي ویل: “هغې ته اطمینان ورکړل شول چې د خبریالۍ د اصولو له مخې، له هغې نه غوښتل کېږي چې خپلې سرچینې افشا کړي، بلکه یوازې د قربانیانو جزییات یا نور واقعي شواهد وړاندې کړي.”

پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت وروسته، دغه هېواد کې د کورنیو او بهرنیو خبریالانو پروړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی، په وار وار خبریالان د طالبانو لخوا ډبول شوي او په ځینو مواردو کې زنداني شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې چې د چهارشنبې په ورځ (چنګاښ ۲۹مه) خپور شو، په تېرو لسو میاشتو کې ۱۲۲ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په خپلسري ډول نیول شوي، ۵۸ سره بدرفتاري شوې، ۳۳ نور ګواښل شوي او ۱۲ تنه په غیرقانوني ډول نیول شوي دي.