د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټه سیمه کې د یوې چاودنې له امله ۳ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
رویټرز خبر ورکړی دی چې دا پېښه د کوټې په پشین سیمه کې شوې او دوه کسان پکې وژل شوي دي.
خو پاکستاني رسنیو د پشین روغتون د شمېرو پر بنسټ په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳ تنه ښودلی دی او د ټپيانو شمېر يې ۱۳ تنه اعلان کړى دى.
د دغو راپورونو له مخې د دغې چاودنې په قربانيانو کې دوه ماشومان او يوه ښځه هم شامله ده.
د پشین روغتون چارواکي په یوه ویډیو کې چې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي، ویلي چې دغه روغتون ته ۱۸ ټپیان ور وړل شوي دي.
پاکستاني رسنیو ویلي دي چې ياده چاودنه په دغه ایالت کې د پاکستاني پولیسو یوې پوستې ته نږدې شوې ده.
د پشين ښار امنيه قوماندان مجيب الرحمن ويلي، چې د دوو ټپي شويو پوليسو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د پاکستان په پشین ښار کې د پولیسو چارواکي وايي، چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو او په پایله کې یې درې موټرونه زیانمن شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د چاودنو او ځانمرګو بریدونو کچه لوړه شوې، چې په ترڅ کې یې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د يادونې ده، چې د دغو بريدونو ډېرى پړه د تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي پر غاړه اخيستى دى.