فرهنګ او هنر

د لرغونو آثارو قاچاق او تاریخي ځایونو وضعیت په اړه د هراتیانو اندېښنې

هرات کې مشهور او تاریخي پول مالان

د هرات ځینې اوسېدونکي ددغه ولایت لرغونو آثارو د قاچاق کېدو اندېښنه لري او له اړوند بنسټونو غواړي چې د ساتنې ته یې پام ورواړوي.

ددوی په وینا، په تېرو دوو لسیزو کې د هرات په بېلابېلو سیمو کې خپلسري کېندنې شوي او اثار لوټل شوي او د مخنیوي لپاره یې لازم اقدام نه دی شوی.

د هرات اوسېدونکی غلام غوث وویل: “د جمهوریت په دوره کې موږ د رسنیو له لارې خبرېدو چې کله کله زموږ لرغوني اثار غلا کېږي. اوس د طالبانو له اسلامي امارت څخه غواړو چې دا اثار او تاریځي ځایونه چې زموږ د هېواد هویت ګڼل کېږي، وساتي.”

د هرات بل اوسېدونکی عبدالعزیز وايي: “له کلونو راهیسې د هرات لرغونو اثارو او ځایونو له پامه غورځول شوي. ډېر تاریخي ځایونه د تخریب او ړنګېدو په حال کې دي. اسلامي امارت باید ددغو تاریخي او لرغونو اثارو او ځایونو ساتنې ته پام وکړي.”

په ملي موزیم کې د شاوخوا زرو تاریخي ارزښتمنو اثارو او له ۸۰۰ ډېرو ثبت شویو تاریځي ځایونو په لرلو سره چې تاریخي حیرانوونکي معماري لري، د هرات ولایت له ډېر شهرت څخه برخمن دی.

یونسکو په ۲۰۰۹ کال کې د نړۍ بېلابېلو ښارونو تر ارزونو وروسته، د هرات ولایت ددغه سازمان د “زر ښارونه او زر ژوند” پروګرام کې شامل کړ.

خو په دې وروستیو کې د هرات امنیه قوماندانۍ مسوولانو ددغه ولایت د لرغونو اثارو د قاچاق په تور د ځینو کسانو د نیولو خبر ورکړ او ټینګار یې وکړ چې د طالبانو اسلامي امارت ددغو اثارو ساتنې ته ژمن دی او خلکو ته ډاډ ورکوي چې له هرډول لاسوهنې او غلا به یې وساتي.

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر مولوي سیدشاه سعادت وايي، هرات کې د اسلامی امارت تر راتګ وروسته، شپږ کسان د لرغونو اثارو د قاچاق په تور نیول شوي چې د کیندنو په نتیجه کې ترلاسه کړي وو.

د ښاغلي سعادت په وینا، له دې ډلې دوو کسانو د یوه موندونکي دستګاه په وسیله لرغوني توکي غلا کول چې د اسلامي امارت جنګیالیو لخوا تر پېژندنې وروسته ونیول شو.

هغه زیاته کړه: “ټول هغه ځایونه چې هلته لرغوني اثار شته؛ د اسلامي امارت سرتېرو لخوا یې ساتنه کېږي.”

په ورته وخت کې د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي چې لرغوني اثار د ښارونو او هېوادونو هویت دی، قاچاق یې جرم دی او له قاچاقچیانو سره به قانوني چلند وشي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نعیم الحق حقاني وویل: “ددغه ولایت د تاریخي اثارو د ساتنې لپاره لازم تدابیر نیول شوي دي. د هرات اوسېدونکي باید اندېښنه ونه لري.”

د ښاغلي حقاني په خبره، ددوی ادارې د دغو اثارو د ساتنې لپاره ټولې هڅې کړې دي او که څوک د لرغونو اثارو د ساتنې په تړاو فرمان نقض کړي، ورسره به قانوني چلند وشي.

اوس باید د هرات اوسېدونکي انتظار وباسي او وګوري چې ایا طالبان رښتیا هم د هرات د لرغونو اثارو د ساتنې په تړاو د خپلو ژمنو عملي پروګرام لري او که نه.