د طالبانو د زندانونو اداره آمو ته وویل چې اوس مهال د دوی په زندانونو کې ٢ زره ښځې بنديانې دي.
دا اداره زیاته کړه چې دا ښځې د «کور څخه د تېښتې، غلا او د نشه يي توکو اړوندو قضیو» په تور په زندانونو کې بنديانې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو په پرله پسې ډول د طالبانو له خوا د خلکو په «خپل سري» نیولو نیوکې کړي دي.
د ملګرو ملتونو په ګډون د بېلابېلو بنسټونو راپورونه ښيي چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو لسګونه فعالانې « د خپلو حقونو لپاره د غږ پورته کولو» له امله نیولې دي.
تر دې وړاندې د ښځو د حقونو فعالې زرمینې پرياني په خپلو خبرو کې په ډاګه کړې وه، چې د طالبانو په زندان کې د دوی د نارینه وو له خوا بربنډه شوې ده، چې دغې مسٸلې پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه یې راوپارول.