فرهنګ او هنر

 د فرانسې د سینما تکړه ستوری آلن ډېلون ومړ

د فرانسې د سینما وتلی او تکړه ستوری آلن ډېلون نن یکشنبه د ۸۸ کلونو په عمر ومړ.

د ښاغلي ډېلون زامنو د سینما د دغې وتلې څېرې مړینه تایید کړې ده.

هغه دوه کاله وړاندې د ناروغۍ له امله د ځان وژنې غوښتنه کړې وه.

آلن ډېلون د خپل مسلک په جریان کې، په ډېرو مشهورو فلمونو کې راڅرګند شوى و او ډیری نړیوالې سینمايي جایزې یې ترلاسه کړې دي.

آلن ډېلون په افغانستان کې یوه پېژندل شوې څېره وه او د سينما  ډېرى مینه وال یې له کارونو سره اشنا وو.

د ډېلون فلمونه په عمده توګه په جنايي ژانر کې د فلسفي موضوعاتو سره جوړ شوي دي.