د افغاننستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ د طالبانو درې کلنه واکمني «یرغمل نيونه او بند» بللى او پر ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې یې غږ کړی چې افغان ولس په ځانګړې توګه ښځې له دې «بنده» څخه خلاص کړي.
د افغانستان د مقدرو ښځو غورځنګ همداراز د اګست ۱۵مه، چې د جمهوریت د ړنګېدو او د طالبانو د بېرته راتګ درېیمه کلیزه ده، د «هېواد په تاریخ کې یوه توره ورځ» بللې ده.
دغه غورځنګ د کابل په زړه کې پر دېوالونو د طالبانو پر ضد شعارليکنو اعتراضي حرکت پیل کړ.
د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ ټینګار کوي چې «طالبان په هېواد کې د ښځو حضور د خپلو سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره د یوې سیاسي وسیلې په توګه کاروي. خو نړیوالې ټولنې افغان مېرمنې یوازې په شرمناکه چوپتیا پرېښي دي.»
دغه مېرمنې زياتوي، طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې پر ښځو د ښوونې، روزنې او کار د محدودیت تر څنګ د ښځو په ټولنیزو غونډو، سفرونو، تفریح، موټر چلولو او سپورتونو هم بندیز لګولی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو په لاس د افغانستان د سقوط درې کلنې کلیزې پراخ غبرګونونه راپارولي دي، یو شمېر سیاسي څېرو، د بشري حقونو فعالانو او د ښځو د حقونو مدافعینو د اګست ۱۵مه د افغانستان په « تاریخ کې یوه توره ورځ» بللې ده.
طالبانو د اګست ۱۵مه او د جمهوریت د سقوط ورځ د «فتحې ورځ» وبلله او پرون یې ولمانځله.
خو د هېواد اوسېدونکي دغه ورځ د هېواد په تاريخ کې يوه توره ورځ ګڼي او ټينګار کوي چې دغه ورځ د هېواد له سياست او ټولنې څخه د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو د لرې کولو پيلامه وه.