د افغانستان د ښځو او ماشومانو د هوساينې بنسټ د ښځو پر وړاندې د طالبانو د «وروسته پاتې کوونکو» سیاستونو پر وړاندې د پیوستون او ټولیز اقدام غوښتنه کړې ده.
دغه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، «موږ پر ټولو افغان مېرمنو غږ کوو چې سره ودرېږي او خبرې وکړي. یوازې د یووالي او استقامت له لارې کولی شو د طالبانو د هغو پرمختګونه او هڅې وننګوو چې افغان مېرمنو د لاسته راوړنو د له منځه وړلو لپاره يې کړې دي.»
دغه سازمان همداراز د مقاومت جبهې د ښځو د شورا د اعتراضیه غونډې د ویډیو په خپرولو سره د طالبانو د سیاستونو پر ضد د اعتراضونو ملاتړ وکړ.
دغه بنسټ وايي، طالبانو واک ته له ستنېدو راهیسې په سیستماتیک ډول ښځې له خپلو آزادیو او حقونو بې برخې کړي دي.
د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو په زیاتېدونکې توګه ښځې له متنه خاشيې ته کړې دي او له تعلیم، کار او عامه ژوند څخه یې منع کړي دي.
د ښځو او ماشومانو د هوساینې د پیاوړتیا بنسټ وايي چې د ښځو له حقونو څخه دفاع یوازې د ښځو د هوساینې لپاره نه ده؛ بلکې د افغانستان د راتلونکي لپاره اړینه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو د څار سازمان د جمهوري ریاست د سقوط او د طالبانو د بېرته راتګ د کليزې په مناسبت په یوه نوي راپور کې ویلي چې طالبانو په نړۍ کې د ښځو د حقونو «تر ټولو لوی ناورين » رامنځته کړی دی.