ورزش

په کابل کې د کرېکټ شپږيزه لیګ پیل شو

د شپږيزه کرېکټ لیګ نن دوشنبه (زمري ۲۲مه) په کابل کې پیل شو. د دې لیګ په لومړۍ لوبه کې د بند امیر ښاماران او د سپین غر پړانګان لوبډلې له یو بل سره مخامخ شوې او په پای کې د بند امیر ښاماران لوبډله په بریا سره له ډګره ووتله.

د بند امیر ښاماران لوبډلې لوبه په توپ وهنې پیل کړه او مخالفې لوبډلې ته یې د ۱۶۸ منډو هدف وټاکه. صدیق الله اتل په ۴۶ توپونو د ۶۹ منډو په جوړولو سره په دې بریالۍ لوبه کې مهم رول ولوباوه.

د سپين غر پړانګان لوبغاړو وکولای شول په ۲۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۴۸ منډې جوړې کړي. الله محمد غضنفر د میدان غوره لوبغاړی ونومول شو. هغه په ​​څلورو اورونو کې یوازې ۱۱ منډو جوړولو سره درې وېکټې واخیستې.

په سږني کرېکټ لیګ کې د آمو شارکس، بند امیر ښاماران، بوست ډيفينډرز، سپین غر زمریان او مس عینک نایټس لوبډلې شاملې دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د سریلانکا روشن ابزنګي او د هند دیویندر کمار د لیګ د تحلیل او تبصرې لپاره کابل ته راغلي دي.

په همدې حال کې د راشد خان، محمد نبي، مجیب الرحمن او رحمان الله ګربز په ګډون یو شمېر افغان کرېکټ ستوري تر اوسه له دې لیګ سره نه دي يوځاى شوي.