د متحده ایالاتو د ښځو د باسکیټبال ملي ټیم د ۲۰۲۴ کال د پارېس المپیک د سياليو په وروستي پړاو کې د فرانسې څخه د یو امتياز په ګټلو سره اتلولي خپله کړه.
د سرو زرو دغه مډال د چين تر څنګ امريکا د سرو زرو څلويښتم مډال ته ورسوله او د مډالونو د وېش په جدول کې د امريکا په مشرۍ سره په پاريس کې د اولمپيک لوبو دغه پړاو پای ته ورسېد.
د ښځو د والیبال په وروستۍ لوبه کې امریکا د درې پر صفر په توپیر ایټالیا ته ماته وخوړه.
د ایران د نارینه وو د والیبال د ټیم پخوانی مشر روزونکی خولیو ولاسکو د پاریس په اولمپیک کی د ایټالیا د ښځو مشری وکړه او د خپل ټیم یې د اتلولۍ ورساوه.
د ښځو غیږ نيونې کې، امریکایۍ فاینلیسټې د خپل جاپاني سیال په وړاندې هیڅ ونه کړل او د سپینو زرو مډال په ګټلو يې بسنه وکړه.
دا په اولمپیک کې د امریکایی کاروان پای نه و. د امریکا د متحده ایالاتو جینیفر ویلینټه د ښځو د بایسکل ځغلولو په برخه کې لومړی مقام خپل کړ او خپل هېواد لپاره یې د سرو زرو ۳۹م مډال لاسته راوړ.
د امریکا د ښځینه باسکیټبال ټیم وتوانېد چې کوربه ته چې د نندارچيانو ملاتړ یې درلود، یوازې د یوې امتياز په توپیر سره ماته ورکړه. لوبه ۶۷پر ۶۶ د امریکا په ګټه پای ته ورسېده.
په پاى کې د امريکا کاروان د پارېس په اولمپيک لوبو کې د ٤٠ سرو زرو، ٤٤ د سپينو زرو، ٤٢ برونزو او په ټوليزه توګه د ١٢٦ مډالونو په ګټلو سره خپل سيال ته ماته ورکړه او د دغو لوبو په جدول کې يې لومړى ځاى خپل کړ.
چين چې د امريکا تر ټولو نږدې سيال دی، د ٤٠ سرو زرو، ٢٧ د سپينو زرو، ٢٤ برونزو او ٩١ مډالونو په ګټلو سره د مډالونو د وېش په جدول کې دويم مقام خپل کړ.
د يادولو وړ ده، چې چاپان، استرالیا، فرانسه، هالنډ، برېتانیا، جنوبي کوریا، ایټالیا او جرمني د اتلولۍ په جدول کې له دریم څخه تر لسم ځای لري.