په هرات کې یو شمېر ښځینه زده کوونکو آمو ته ویلي چې د طالبانو له خوا د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته دوی په رواني ناروغۍ اخته شوي او آن د ځان وژنې پرېکړه یې هم کړې ده.
اسما چې له دغو زده کوونکو څخه یوه ده، وايي چې له شاوخوا یو کال خپګان وروسته یې د ځان وژنې هڅه وکړه، خو د هغې کورنۍ په وخت راورسیده او ويې ژغورله.
د هرات د حوزوي روغتون سرچینو آمو ته ویلي چې په دې ولایت کې په رواني ناروغیو اخته کسان اکثره ښځې او نجونې دي.
د دغو سرچینو د معلوماتو له مخې، هره ورځ تر ۵۰ ډېر رواني ناروغان او یا په خپګان اخته کسان د درملنې لپاره د هرات حوزوي روغتون ته مراجعه کوي.
له بلې خوا يو شمېر دغه زده کوونکې له زده کړو بې برخې دي، زده کړه خپل اساسي، انساني او اسلامي حق ګڼي، وايي، چې کمزورې اوږې يې له ښوونځي څخه د لرې پاتې کېدو دروند بار د وړلو توان نه لري.
د اسما د ښوونځي اووم ټولګى هغه مهال پیل شو؛ چې طالبان راغلل او د هغې او څه باندې یو ملیون نورو نجونو ښوونځی یې وتړل.
هغه وايي: «زه په شپږم ټولګي کې وم چې ښوونځي بند شول، پلار مې وزګار و او مور مې په انستيتوت کې کار کاوه. څه موده وروسته زما مور هم خپله دنده له لاسه ورکړه. پلار مې د کار له امله ایران ته کډوال شو. ذهني حالت مې ډېر خراب شو او د ځان وژنې هڅه مې وکړه. رواني ډاکټر هم له ما سره مرسته ونشو کړاى.»
د هرات يوه اوسېدونکې وايي: «راتلونکی ناڅرګند دى. تېرو درېيو کلونو کې کمزوری اقتصاد، فقر او وزګارتیا د دې لامل شوی چې زه په رواني ناروغیو اخته شوې یم او آن خوب درمل کاروم.»
د هرات یوه بله اوسېدونکې وايي: «له بده مرغه په افغانستان کې د ژوند اوسني وضعیت په ځانګړې توګه ښځې په خپګان اخته کړی دی. کله چې موږ کلینیکونو ته مراجعه کوو؛ یو له هغو څانګو څخه چې ډیری ناروغان لري د رواني روغتيا څانګه ده.»
درېیم کال دى چې طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي. په ورته وخت کې ټول ښوونیز مرکزونه د نجونو او ښځو پر مخ تړل شوي او په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو کار هم د طالبانو له لوري منع شوی دی.