د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د ایران په دوغارون سرحدي سیمه کې د تېلو په یوه زېرمه کې د اورلګېدنې له امله د افغان سوداګرو د تېلو ۸۰ سلنه زېرمې سوځېدلې دي.
د ایران د خراسان رضوي د بحرانونو د عمومي مدیریت مشر رضا عباسي نیشاپوري له دې مخکې تایید کړه چې د دوشنبې په ورځ (د زمري په ۱۵ مه) د دوغارون په ګمرک کې یوه لویه اورلګیدنه رامنځته شوې ده.
ایراني رسنیو ویلي، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د افغان او ایراني تېلو درېیو ټانکرونو اور واخيست.
سیمه ییزو ایراني چارواکو ویلي چې اورلګېدنه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او د امنیتي تدابیرو د نه مراعاتولو له امله رامنځته شوې ده.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د دوغارون ګمرک د دوشنبې په ماسپښین له اور لګېدو وروسته وتړل شو.
د یادولو وړ ده چې د دوغارون پوله چې څه د پاسه سل کلن تاریخ لري د ایران او افغانستان تر منځ یو له مهمو سوداګریزو او سرحدي تبادلو څخه شمېرل کیږي.