نړۍ

بایډن د ایران پروړاندې د «زور» کارول وروستۍ حل لاره وبلله

د امریکا ولسمشر جوبایډن یوه ټلویزیوني مرکه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه وویل، ښايي د وروستۍ حل لارې په توګه د ایران پروړاندې له «زوره» کار واخلي، ترڅو دا هېواد اټومي وسلو ته له لاسرسي راوګرځوي.

ښاغلي بایډن د اسراییلو چینل ۱۲ ټلویزیوني شبکې ته وویل، دی ژمن دی چې د ایران سپاه پاسداران د ترهګریزو سازمانونو په لیست کې وساتي، آن که دا د یوه تفاهملیک د لمنځه تللو لامل هم شي.

هغه وویل، د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا له ایران سره له شوي اټومي توافق څخه وتلو سره «ډېره لویه تېروتنه» وکړه او زیاته یې کړه چې ایران اټومي وسلې ترلاسه کولو ته نږدې شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې منځني ختیځ کې د امریکا ملګري له واشنګټنه غواړي داسې ګام اعلان کړي چې د ایران اټومي پروګرام محدودولو لپاره پر تهران فشارونه لا ډېر کړي.

خو ښاغلي بایډن د ټرمپ له ادارې په نیوکې سره وویل، «کومو کسانو چې فکر کاوه د پخوانۍ ادارې له امله موږ له منځني ختیځ څخه یو ډول لرې شوو، یا دا چې موږ د یوې تشې رامنځته کولو په حال کې یو چې چین او روسیه به یې ډکه کړي؛ خو موږ نه پرېږدو چې داسې څه رامنځته شي.»

ښاغلي بایډن وویل، اسراییلو او عربستان ته یې سفر په سیمه کې د ثبات د هڅو یوه برخه ده.