د ښځو د هيلو کړکۍ غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې د ایران د «کډوال ځپنې تګلارې» باندې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو ملاتړ د افغانانو له تګ او کډوالۍ سره مستقيم تړاو لري.
دغه غورځنګ د ایران پر حکومت غږ کړی چې د طالبانو ملاتړ دې نه کوي.
د هيلو د کړکۍ غورځنګ په دغه خبرپاڼه کې راغلي چې ایران د بشري حقونو د اصولو خلاف په هېواد کې افغان کډوال ځوروي او ربړوي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «له یوې خوا ایران د خلکو د تباهۍ د عاملینو يعنې د طالبانو د ترهګرې ډله ده لمړۍ درجه ملاتړي دي او له بل خوا د بشري حقونو د اصولو خلاف کډوال [له افغانستان څخه] ځوروي، ربړوي، غیر انساني چلند ورسره کوي، بندیانوي او په جبري ډول وباسي.»
دغه غورځنګ وايي، په ایران کې د کډوالو په ډله کې په پخواني حکومت کې کار کووتکې مېرمنې، د بشري حقونو فعالان، قومي او مذهبي لږکۍ، پخواني پوځي پرسونل او نورې زیانمنې ډلې شاملې دي.
د هيلو کړکۍ غورځنګ وايي، د داسې کسانو ربړول او د مرګ خولې ته لېږل د ټولو نړیوالو منل شویو اصولو خلاف کار دی چې د ایران حکومت یې باید تعقیب کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې نورو هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ یو لامل د ګاونډیو هېوادونو او د نړۍ د زبرځواکونو د لاسوهنو او سیاستونو له امله ترهګري ياده شوې ده.
دغه غورځنګ په خبرپاڼه کې دا هم ویلي، چې د بې وزلۍ او بېکارۍ له وجې خلک د ژوند کولو لپاره د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.
دغه غورځنګ د افغان کډوالو ملاتړ نړیوال مسوولیت ګڼي او له ایرانه یې غوښتي چې خپله د کډوال ځپنې تګلاره ودروي او د طالبانو ملاتړ ونه کړي.