ښځې

د امریکا کانګرس سبا د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه د غونډې کوربه دی

سبا به د افغانستان په استازیتوب څلور ښځې د امریکا په کانګرس کې په هېواد کې د ښځو د وضعیت په اړه وینا وکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مشره چې یوه به له دغو ویناوالو وي، وايي، له امریکا به وغوښتل شي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعینو د کار د تمویل لپاره لا زیات کار وکړي او طالبان د هغو کارونو په اړه چې په افغانستان کې یې د ښځو او نجونو په وړاندې کوي، ځواب ویوونکي کړي.

هیدر بار زیاتوي چې د جرم په توګه د «جنسیتي اپارتاید» په رسمیت پیژندل به د متحده ایالاتو د کانګرس د بشري حقونو په کمیسیون کې د دوی د غوښتنو یوه برخه وي.

سبا به د امریکا د کانګرس د بشري حقونو کمیسیون د افغان ښځو د وضعیت په اړه د معلومات ورکولو لپاره د افغانستان په استازیتوب د څلورو ښځو کوربه وي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو څانګې مشره هېدر بار، د ښځو د حقونو دوه افغان فعالانې میترا مهران او وحیده امیري به د سه شنبې په ورځ د امریکا په کانګرس کې په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مشره هېدر بار د سبا ورځې غونډه د افغانستان په اړه د امریکا په کورني سیاست کې یوه مهمه شیبه بولي او وايي، له امریکا به وغوښتل شي چې طالبان د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنایاتو په اړه ځواب ویوونکي کړي.

د نوموړې په ​​باور، د جرمونو په نړيواله محکمه کې د دوسيې ثبتول به د طالبانو د ځواب ورکولو يوه لاره وي.

هېدر بار، د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مشره، وایي: ڼ‎«موږ به پر هغو لارو چارو هم خبرې وکړو چې د امریکا حکومت باید د هغو هڅو ملاتړ وکړي چې طالبان په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د ترسره شویو جرمونو په اړه ځواب ویونکي کوي.»

د امریکا د کانګرس د بشري حقونو د کمیسیون په غونډه کې به امریکا ته کوم مسایل وړاندیز شي؟

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مشره وايي، د رینا امیري د دفتر دوامداره کول، د افغانستان د بشري حقونو د مدافعینو تمویل، امریکا ته د ښځو او نجونو د پناه غوښتنې د اسانتیاوو برابرول، جنسیتي اپارتاید د جرم په توګه په رسمیت پیژندل او طالبان د ښځو او نجونو په وړاندې د جنایتونو په اړه ځواب ویوونکي کول به په کانګرس کې د ښځو له مهمو وړاندیزونو وي.

هېدر بار زیاتوي :«د امریکا په کانګرس کې سبانۍ غونډه د هغو ژمنو د رایادولو لپاره مهمه شیبه ده چې امریکا له افغان ښځو سره کړې وې او اوس مهال نه عملي کیږي.»

یو شمېر هېوادوال په ځانګړې توګه ښځې او نجونې د دا ډول غونډو جوړول مهم ګڼي او وايي، طالبانو د ډېرو محدودیتونو په لګولو سره په افغانستان کې د ښځو او نجونو ژوند له ننګونو سره مخ کړی دی.

یو شمېر ښځې او نجونې ټینګار کوي چې په افغانستان کې له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې شوې دي.

تېره اوونۍ د امریکا د کانګرس د بشري حقونو کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته د افغان ښځو او نجونو وضعیت د پام وړ خراب شوی او د کار او زده کړو په ګډون د ښځو پر وړاندې د طالبانو له خوا د سختو او غیر انساني محدودیتونو نوملړ لا پسې اوږدیږي.