سوداګري

طالبان د هېواد په ۱۲ ګمرکونو کې امنیتي سکېنرونه نصبوي 

د طالبانو تر واک لاندې مالیې وزارت له یوه خصوصي شرکت سره د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرړنو کې د امنیتي سکېنرونو د نصبولو تړون لاسلیک کړ.

د طالبانو تر واک لاندې دغه وزارت وايي، دغه تړون د ۱۱۳ميليونه او۳سوه زره ډالرو په ارزښت دی.

د طالبانو د چارو د عمومي ریاست د اسانتیاوو او پانګونې د څانګې مشر احمد ضیاء خالد د دغه تړون د لاسليكولو مراسمو کې، د يادو سکېنرونو د نصبولو   موخه د لا زیات امنیت برابرول ياد کړي دي.

د نوموړي په وينا، دغه پروژه به په دوو کلونو کې بشپړه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې هېواد ته د سوداګریزو توکو یو شمېر واردونکي د طالبانو له لوري له لوړ ګمرکي تعرفو شکایت کوي.

بل خوا دغه سوداګر وايي، چې د دوی په وړاندې لویه ننګونه له هېواده بهر ته د پیسو د لېږد په برخه کې ستونزې دي.

د يادولو وړ ده، وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان واک تر لاسه کړى، د دغه هېواد بانکي سیستم ته سخت زیان اوښتى او اوس د نړیوالو بندیزونو له امله د دغه هېواد بانکونه له افغانستانه بهر د پیسو په لېږدولو کې له ستونزو سره مخ دي.